د کندهار اوسېدونکي:د برېښنا نشتون په ورځنیو چارو کي د ګنو ستونزو سره مخ کړي دي

کندهار ښاریان وايي د تیرو څو میاشتو راهیسي په ۴۸ ساعته کي یوازي دوه ساعته برق لري، چي په خبره يې د اوبو د را ایستلو لپاره لا بسنه نکوي او غوښتنه کوي، چي د برېښنا په برخه کي سوي وعدې باید ژر تر ژره عملي کړل سي.

په ورته وخت کي د برېښنا ریاست مسولین د ښاریانو ستونزه پر ځای بولي او وايي، چي د برېښنا په برخه کي ځیني اساسي او اوږد مهاله پروژې تر کار لاندي دي، چي ډېر ژر به يې ځيني پروژې کټي اخیستني ته وسپارل سي.

دا مهال د کندهار ښار او صنعتي پارک د فعاله ساتلو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میګاواټه بريښنا ته ضرورت سته، چي د پوره کیدلو لپاره يې د وارداتي بريښنا، لمریزي بريښنا، کجکي بند او دهلې بند د رغولو ستري پروژې تر کار لاندي او ځیني يې بشپړیدو ته نژدې دي.

تېر کال د اورښتونو نشتون د کجکي بند د اوبو سطحه هم ټيټه کړل او دامهال يې توربينان غېر فعال دي، چي د مګړی د کندهار ښار او صنعتي پارک یوازي په ډيزلي برېښنا روښانه ساتل کیږي، خو ښاریان شکایت کوي، چي ډېزلي بريښنا په ۴۸ ساعته کي یوازي ۲ ساعته موجوده وي او په دوه ساعته بريښنا کي دوی نسي کولای د څښاک د اوبو ستونزه حل کړي.

ښاریان وايي د بريښنا د ډيریدو په اړه ډيري وعدې سوي خو لا هم ندي عملي سوي او غوښتنه يې کول، چي د وروستیو اورښتونو پر مهال کجکي بند ته په کاپي اندازه اوبه ورغلي دي او بريښنا دي بیرته په عادي ډول وساتل سي.

د برېښنا ریاست مسولین هم یاده ستونزه تایدوي او وايي، چي د بريښنا د ډیروالي په برخه کي ځيني اوږد مهاله اساسي پروژې عملي کيږي او د ځیني بشپړیدو ته نژدې دي.

امان الله فاروقي وايي د کجکي بند د ۱۰۰ میګاواټه دوهم پاز جوړول، د وارداتي بريښنا د مزو او ستيشنونو جوړول، د دهلې بند پراخوالی او د لمریزي بريښنا درې پلانټونه به د بريښنا په برخه کي د کندهار ډيري ستونزي حل کړي او په خبره يې دا مهال د لمریزي بريښنا د یوه پلانټ چاري بشپړیدو ته نژدې دي او ډير ژر به کندهار ته ۱۵ میګاواټه بريښنا ورکړي.

ښاغلی فاروقي وايي د لمریزي پريښناد دریو پلانټونو څخه يې د دوو پلانټونو چاري ډيري ټکنۍ دي او د مرکزي ادارې څخه به په نژدې ورځو کي هیات راسي تر څو پریکړه وکړي، چي د یادو پلانټونو پاته چاري اوسني شرکتونه پر مخ یوسي که به يي نویو شرکتونو ته ورکړي.

د تېرکال وچکاليو د هیواد په ګوټ ګوټ کي ګڼ شمیر د اوبو زیرمي او د بريښنا د تولید منابع وچي کړي دي خو په هیواد کي وروستیو واورو او اورښتونو ته په کتو به د یادو منابعو څخه ډیر ژر بیرته استفاده پيل سي.

باید وويل سي، چي د هیواد د اوبو د مدیریت او کنټرول تر څنګ د بريښنا د تولید په برخه کي پدي وروستیو کي د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو د ملي کمیسیون څخه په لسهاوو د اوبو د بندونو او بريښنا د سټيشنونو قراردادونه لاسلیک کړي او عملا يي چاري شروع دي، چي تر بشپړيدو وروسته به د بريښنا ستونزه تر ډيره حل سي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

د بې سرحده ډاکټرانو نړيواله ټولنه به دتوبرکلوز په له منځه وړلو کي همکاري وکړي

د سویلي حوزې په ګچه د بې سرحده ډاکټرانو عمومي مسؤل آلن دي لاروسا د ...