د هلمند فعالان: د افغانستان ټول ولس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرڅنګ ولاړ دی

د هلمند مدني فعالانو د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او هغوی يي د دې خاورې اصلي ساتونکي یاد کړه.

دوی وویل : کله چي د طالبانو مشرانو د افغان ځواک په اړه ناوړه څرګندونې وکړې ، نو د هیواد د ټولو ولایاتو ولسونه يي په اړه کلک غبرګون وښودی.

د هلمند مدني فعالان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې او د هغوی د ملاتړ په اړه دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو ته ولاړه او هلته يې د هغوی د هڅوني لپاره وینا وکړه.

د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مشر نظرمحمد رودي ، او وورسره یو شمېر نورو مدني فعالانو وویل : چي افغان پوځ د هیواد د خاورې او عزت ساتونکی دی ، او ټول افغانان د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي ، او پر وړاندي هیڅ دول ناوړه نظر او څرګندوني نسې زغملای.

د دوی په وینا افغان ملي پوځ د هیواد او خلکو لپاره بې ساري قربانۍ ورکړې دي ، او لا هم د خپلي خاورې د بقا ولسونو ته د امن ، او نظام ساتني لپاره جنګیږي.

مدني فعالانو وویل : د افغان ملي پوځ پر وړاندي د طالبانو د یوه مشر عباس ستانکزي ناوړه څرګندونو په اړه د هیواد ټول ولسونه راپورته سوه ، او غبرګون يي وښودی ، چي دا د دې شاهدې ورکوې ، چي افغانان د خپل پوځ او نظام کلک ملاتړي دي او په هر ډول حالاتو کي يي ترڅنګ ولاړ دي.

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین له ولسونو مننه او ستاینه وکړه  چي تل يي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی هغوی يي هڅولي او د عملیاتو پر مهال يي همکاري نه ده سپمولې.

ده وویل : د سرتیرو روزنیزه برخه تر پخوا معیاري سوې ، او اوس مهال ملي اردو سرتیري ، د هلمند په بیلابیلو ولسوالیو کي د امنیت د خوندي کیدو لپاره پر عملیاتو بوخت دي .

د ده په وینا ضربتي او کمانډو ځواکونو د خپلو ورستیو عملیاتو پر مهال پراخي لاس ته راوړني لرلې دي او په ډېری سیمو کي يي مخالفین ته درنې ماتي ورکړې دي.

د هلمند مدني فعالانو د افغان ملی پوځ د ستایني او ملاتړ په پار دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو ته داسي مهال ولاړه ، چي په دې ورستیو کي د طالبان د سولي مشر عباس ستانکزي د  افغان پوځ د منحل کیدو په تړاو نظر ورکړی و .

خبریال:مطمین

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...