د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادو دفاع وزیران به نن په بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر روان وضعیت بحث وکړي.
تردې مخکې، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د ناټو د حضور اساسي اهداف روښانه کړ:
“په افغانستان کې د ناټو د نظامي شتون هدف دا ده چې پهدې هېواد کې د یوه سیاسي، سولهییز حل لارې لپاره شرایط برابر شي. البته هدف دا نهدی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو. هدف دا ده چې له ترورېزم سره مبارزه وکړو او افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ور سره مرسته وکړو ، څو دوی خپل هېواد با ثباته کړي.”
له دې مخکې، د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو مشرانو اعلان کړی و چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان ځواکونه تمویل کړي.
همدا راز، هغه زیاته کړه چې د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نهده شوې.
له دې وړاندې، ځینو راپورونو ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ممکن د ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتېرو نیمایي له افغانستانه وباسي.
تر اوسه پورې لا دا معلومه نهده چې کله د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شي.
خو د ناټو مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید په هر راز خبرو کې شامل وي.