د ملي پوځ له منځه وړل یو خیال او مهال دی، ځکه هغوي د هیواد او ولس ویاړ دي!/ بریالۍ ویاړ

متـــــدینو هېوادوالو !
دا یو څرګند حقیقت دی چې ثبات او امنیت دیوي ټولني له اړینو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي او دولت هم مکلف دی ترڅو د ثبات او امنیت راوستلو او د قانون پلي کولو ته لومړیتوب ورکړي داځکه چې امنیت دیوي ټولني دملاتیر دی او د امنیت پرته ژوند ناشوني دی او په یوه ټولنه کې ثبات او امنیت هغه مهال ټنګښت مومي چې پیاوړی پوځ ولري، خو الحمد لله اوس مهال زمونږ هیواد د یو داسې پیاړوي پوځ لرونکی دی چې د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه د هر ډول یرغلګر پروړاندې د ساتني توان لري او په پوره ایماندارۍ، ټینګ مورال او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپلی دندي په ښه توګه ترسره کوي اوپدي هڅه دي ترڅو خپلو هېواد والو ته د سوکاله او هوسا ژوند زمینه برا بره کړي ده .
دهېواد امنیتی ځواکونه ( ملي اردوی، ملي پولیس او ملي او امنیت) هغه رښتیني بچیان دي چې دهېواد دځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسو په سا تنه کې نه ستړي کیدونکی هلی ځلی کوي او تل پدي هڅه کې دی تر څو خپل هېواد او ولس ته دخدمت جوګه و اوسی ولی برعکس دهېواد او ولس دښمنان (ترهګر) دپردیو په لمسون هڅه کوي ترڅو څنګه او له کومي لاري افغانان له ناخوالو او کړاوونو سره مخ کړي دوی نه غواړي ترڅو زموږ هیواد د یو پیاړوي او خپلواک پوځ لرونکی وي او له هرې لارې او خوا څخه په دې لټه کې دي تر څو زمونږ ملي پوځ چې د هیواد ملي سرمایه او د ځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیس ساتونکي دي له ګواښ سره مخ کړي او حتي چې د دوي د لمنځه وړلو خوبونه ویني، څرنګه چې په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسیی دفتر پخواني مسوول شیرمحمدعباس ستانکزي چې د خپلو بهرنیو بادارانو په ځانګړي توګه د پاکستاني پوځیانو په دستور او لارښوونه د سولې خبرو اترو په ترڅ کې د خپلو غیر مسوولانه او بې شرمانه وینا په ترڅ کې دا ویلي چې د افغانستان اردو یو ملي اردو نده او باید له منځه لاړه شي، ښاغلی ستانکزی چې له کلونو کلونو راهیسي د پردیو له لارښوونه او لمڅون زمونږ په زرګونو مظلوم هیوادوال شهیدان او هیواد یې وران او ویجاړ کړ اوس غواړي چې د خپلو بادارانو د اهدافو لپاره داسې مسایل د سولې د خبرو په بهیر کې څرګند کړي چې هیڅ کله هم د افغانستان غیور او با شهامته ولس ته د منلو وړ ندی، دا ځکه چې د افغانستان د وسلوال پوځ ملي توب افغان ولس ته څرګند دی او دا هم باید ووایو چې افغان پوځ د خپل هیواد د خپلواکې او ملی نوامیس څخه ساتنه ټولو ته څرګنده کړی او په دغو ۱۸ کلونو کې د خپلې خاورې او ولس دښمنانو پر وړاندې د زمریانو په شان دریدلي او په هر ډګر او میدان کې ورته خپله میړانه څرګنده کړي ده. نو له همدې امله افغان ولس ستانکزي ته دا پیام لري چې تاسو او
بهرني باداران به مو دا آرمان ګور ته له ځانه سره یوسي، چې کواګې په افغانستان کې به سوله د امنیتي ځواکونو په لمنځه وړلو کې راځي نو افغان ولس هیڅ کله هم داسې سولې ته غاړه نشي کیښودی او د تیر په شان به بیا هم خپلو دښمنانو ته د جګړي په ډګر کې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي.
ښاغلی ستانکزی په داسې حال کې داسې غیر مسوولانه څرګندونې کوي چې د افغانستان ولس اوس مهال په خپلو امنیتي ځواکونو پوره اعتماد او باور لري د هیواد او ولس دښمنان زمونږ د زمریانو ګوزارونو ته د جګړي په ډګر کې د مقابلې توان نلري
او په هر ځای کې د تیښتي په حال کې دي او د افغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا په کلکه ولاړ دي او دهیواد بې شمیره ځوانان هڅه کوي تر څو د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپل هیواد او ولس د دښمنان پر وړاندې ودریږي او دغه لړۍ په ډیره چټکۍ سره روانه ده او دافغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو په بریالیتوب کې هیڅ شک نه لري، ځکه چې بری تل د حق خوا ته وي او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.

x

دا هم وګورئ

طالبان د بادارانو ور ټکوي، خو ورته یې نه خلاصوي// نوید احمد څرک

طالبانو په ډير ویاړ سره اعلامیه خپره کړه چې پاکستان له لومړي سره ګوري او ...