د مسکو په ناسته کې د طالب استازي د سپين سترګي ځواب / سید عبدالله پاچا

عباس ستانکزي د مسکو ناسته کې وویل چې افغانستان اشغال دی او د دوی جګړه مشروعیت لري، خو په اشغال وطن کې اشغالګر خوندي او افغانان وژل کیږي.
ستانکزي وویل، دوی سره ولس ولاړ دی او اتلس کاله جګړه کې یې قربانۍ ورکړي، خو طالبانو په همدې جګړه کې ولس په ډله ییز ډول وژلی. جهموریت روغتون او ذنبق څلور لارې بریدونه یې لوی مثالونه دي.
طالبانو وویل، پلچکونه او پلونه نه ورانوي، خو کندز کې د الچین پل مسوولیت یې هغه وخت منلی و چې دوی الوزولی دی.
طالبانو وویل، سړکونه نه ورانوي، خو د نادعلي، مارجې او پکتیکا ـ غزني سړکونه یې وران کړي او بیا عکسونه خپاره کړي و.
طالبانو وویل چې د سړک غاړې ماینونه دوی نه ځآی په ځای کوي، بهرني استخبارات یې د دوی د نوم بدي کولو لپاره کوي، خو هر ماین چې په افغان ځواکونو چاودنه کوي، مسوولیت یې دوی مني.
طالبانو وویل، ښوونځي دوی نه سوځوي، په داسې حال کې چې ځینو سیمو کې طالبانو په ښکاره د سیمې خلکو ته ویلي چې دلته خلکو ته بې دیني زده کیږي.
طالبانو وویل چې په ټول هېواد کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې هره سیمه کې فرعي دولتي کلنیکونو څخه طالبانو پوستې جوړې کړي او خدماتو ته پکې اجازه نه ورکوي.
طالبانو وویل چې دوی د ولس د سر خېر غواړي او روغتیایي اسانتیاوو ته لاس رسی یې زیاتوي، خو همدا اوس په کندهار او ارزګان کې د پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوي.
طالبانو وویل چې د کوکنارو کښت د دوی په واکمنۍ کې صفر و او اوس د کوکنارو کښت او د روږدو شمېر زیات شوی، په داسې حال کې چې همدا اوس هغو سیمو کې کوکنار کرل کیږي چې طالبان پرې واکمن دي.
طالبانو وویل چې دوی بهرنۍ اجنډا نه لري، په داسې حال کې چې هر هېواد ته سفرونه د پاکستان په پاسپورټونو کوي.
طالبانو وویل چې حکومت د سولې اراده نه لري، نو ځکه یې پر دوی بریدونه او ځانګړي عملیات زیات کړي، په داسې حال کې جګړه او سوله جلا تعریفونه لري، بریدونه هغه وخت بندیږي چې اوربند وشي.
طالبانو وویل چې دوی سوله ته ښه اراده او اجنډا لري، په داسې حال کې چې له افغان لوري سره خبرو ته نه کیني.
طالبان غواړي چې د سولې له خبرو وړاندې هم له تور لیست وویستل شي، هم یې دفتر په رسمیت وپيژندل شي، هم یې بندیان خوشې شي، هم پرې بریدونه و نه شي او هم یې ټولې غوښتنې ومنل شي.
طالبان فکر کوي چې د جګړې دوام به یې افغانان دومره ستړي کړي چې ملت او دولت به د طالبانو هر فرمایش ومني.
سوله په خبرو، یو بل زغم باندې راځي، له یو څه به تیریږې او له یو څه به درته تیریږي، داسې نه کیږي چې دا دې منم، دا منم او هغه به نه وي دا به وي.
که حکومت او نظام کې د اصلاحاتو اړتیا وي، هیڅوک ترې مخ نه اړوي، خو نباید دا اصلاحات د نورو هېوادونو په اجنډا د هېواد په بربادۍ واوړي.
لږ تر لږه د سولې هر بحث ددې لپاره هم ښه دی چې هر لوری خپل لیدلورس ډاګیز کړي او ولس پرې قضاوت وکړي، ولس ړوند او کوڼ نه دی تر هر څه لومړی په تبلیغاتو او حقایقو باندې پوهیږي.
د هر چا سیمه کې حکومت هم مالوم دی چې څه یې کړي او طالب هم مالوم دی چې څه یې کړي دي.

x

دا هم وګورئ

طالبان په رښتیا سره سولې ته ژمن دي؟ سپوږمۍ پوپلزۍ

د ژمي له پيل د پسرلي تر پيل د سولې خبرې تودې روانې دي، رسنیو ...