د فوټبال د اسیایي جام د ګټلو له امله د قطر جشنونه سبا هم دوام کوي

د قطر د فوټبال لوبډلې پرون د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د جاپان د فوټبال لوبډلې ته چې درې ځلې یې د اسیايي فوټبال د اتلولۍ مقام ګټلی و، ماته ورکړه.

قطر جاپان ته د یوه په مقابل کې په درېیو ګولونو ماته ورکړه.

دا د قطر لومړی بری دی.

قطر به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه وي.

خو د خلیج زیاتو عربي هېوادونو له قطر سره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سیاسي اختلافاتو له امله روابط پرې کړي دي.

متحده عربي اماراتو چې له قطر سره د مخالفینو له ډلې دی، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې که د قطر د فوټبال د ډلې په بري خوشالي وکړي، جریمه یا زنداني کېدلای شي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...