د زابل ولایت چارواکي وايي ژمني ترسره سوي عملیات یې خورا موثر دي

د زابل ولایت چارواکي وايي ژمني ترسره سوي عملیات یې خورا موثر دی او توانیدلي چې امنیتي ساحه پراخه کړي او لا زیاتو خدماتو ته لاره هواري کړي، پر همدې مهال ځايي اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي هم له امنیت څخه خوښ دي خو وايي لا هم هڅو ته اړتیا سته.
چارواکي وايي په دې ولایت د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له خوا څخه په روان کال کي زیاتې لاسته راړونې سته او وسله وال مخالفین سخت ځپل سوي دي.
د دې ولایت والی رحمت الله یارمل وایي چې د اوړی په موسم کې هم وسله وال پر شا وتمبول سول خو د دوي ژمني عملیات خورا بریالی دی او امنیتي ساحه يې ډېره پراخه کړې ده .


هغه وویل چې د یو منظم امنیتي او عملیاتي پلان له مخې د زابل ولایت ميشتو ځواکونو د ژمنیو عملیاتو پلان جوړ کړی دی چې همدا اوس په یو شمیر ولسوالیو کې دوام لري او ښې لاسته راوړنې هم لري چي تر هغه وخته به دوام وکړي وسله وال په پوره ډول وځپل سي او نور د دې توان ونه لری چی عامو خلکو ته ستونزي جوړي کړي .
یارمل وايي د خپلو امنیتي لاسته راوړنو په ترڅ کې توانیدلی چې په دایچوپان ولسوالۍ کې هم د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته شرایط برابر کړی چې دا ولسوالی مخکی له دې سیاسي بهیر څخه محرومه وه.
د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکی هم وایی چې د ولس او امنیتی سرتیرو همکاري له یو بل سره زیاته سوې ده او ورسره امنیت حالت په پام وړ توګه ښه سوی دی.
دوي وايي په مرکزکلات، لویو لارو او اکثره ولسوالیو کې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه لیدل کیږی او افغان ځواکونه په لوړ مورال د هیواد ساتنه کوي .


د زابل د ولایتي شورا مسوولین که څه هم د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ د ستاینې وړ بولی خو وايي چې باید لا زیات پوځي عملیات ترسره سی ځکه اوس هم په یو شمیر سیمو کي امنیتي تهدیدات سته.
د دغې شورا رئیس عطاجان حقبیان وايي چې شمالی ولسوالی ارغنداب او میزانه کی اوس هم د وسله والو طالبانو تهدیدات سته او دایمي مرکزونه یې له منځه نه دی وړل سوی چې باید مرکزی او ولایتي امنیتي مسوولین ورته پاملرنه وکړي.
د زابل ولایت اوسیدونکي او چارواکی په داسي حال کې دامنیتي حالت له ښه والی څخه خوښي ښيي په تیرو کلونو کې هم د ژمي په موسم کې امنیتي پيښې کمیدلی خو امنیتی مسوولین وايي چې دا ځل به د پسرلي او اوړی په موسم کې هم پر وسله والو خپل فشارونه جاري وساتي.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...