د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي: طالبان دې له حکومت سره خبرې وکړي

په جلال اباد ښار کې د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو روان بهیر دې روان وساتي او له افغان دولت سره دې هم ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي.

دوی همداراز پر دولت هم غږ کوي چې د طالبانو سره په سوله کې دې د افغان ځواکونو قربانۍ په پام کې ونیسي.

د ولسي جرګې غړی، حاجي حضرت علي وايي:« دا جلسه که په دوبی، ایران، قطر، امریکا یا روسیه او یا هم کابل کې کېږي، زموږ لپاره د افغانستان عزت مهمه دی، د افغانستان عزت باید په پام کې ووسي.»

دیني عالم، مولوي احسان الله زیاتوي:« له ټولو نه غوښتنه کوو چې راشي د اسلام د چتر لاندې، د توحید د کلمې د چتر لاندې، په یو میز راسره کیني، هر څوک دې د خپلې وسې سره برابر هېواد جوړ کړئ.»

د غونډې ګډون‎وال همداراز له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو سره په خبرو کې دې د افغان ځواکونو قربانۍ په پام کې ونیسي.

x

دا هم وګورئ

د بې سرحده ډاکټرانو نړيواله ټولنه به دتوبرکلوز په له منځه وړلو کي همکاري وکړي

د سویلي حوزې په ګچه د بې سرحده ډاکټرانو عمومي مسؤل آلن دي لاروسا د ...