د امریکا ددفاع سرپرست وزیر افغانستان ته راغلی دی

د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی نن سهار کابل ته داخل شوی دی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې له مېشتو امریکایي نظامي چارواکو سره وګوري.

هغه به په دې سفر کې له خپلو پوځيانو سره په افغانستان کې پر روانې جګړې او له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو بحثونه ولري. رسنیو ددغه سفر په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا ددفاع وزارت تر سرپرست کېدو وروسته دا افغانستان ته د پاتریک لومړنی سفر دی.

دا چې نوموړی به له افغان چارواکو سره وګوري کنه په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

x

دا هم وګورئ

د بې سرحده ډاکټرانو نړيواله ټولنه به دتوبرکلوز په له منځه وړلو کي همکاري وکړي

د سویلي حوزې په ګچه د بې سرحده ډاکټرانو عمومي مسؤل آلن دي لاروسا د ...