د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره زلمی خلیل‌زاد ۶ هېوادونو ته ځي

ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سفر پرون یکشنبه د فبروري له لسمې پيل شو.

بلجیم، جرمني، ترکیه،قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې زلمی خلیل‌زاد به د فبروري تر پایه په‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره د افغان سولې په تړاو د ګډو اړخیزو هڅو په چټکتیا وغږېږي او له افغان حکومت سره به مشورې وکړي.

په بیان کې راغلي:

دا سفر د هغو هڅو برخه ده چې امریکا د خپلو ملي امنیتي ګټو د خوندیتوب او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره روانې کړي دي.

د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خاص استازي دا پنځم سفر دی چې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته یې پيلوي.

خلیل‌زاد همدا لس ورځې مخکې خپل یو سفر چې په‌کې نوموړی هند، چین، پاکستان، قطر او افغانستان ته ولاړ پای ته ورساوه.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...