د اروزګان کندهار لاره د تګ راتګ پر مخ پرانیستل سوه

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې ددوی ځواکونه بریالي سول چې د کندهار – روزګان لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د چارواکو په خبره په دغه عملیاتو کې شپږ دېرش وسله وال طالبان وژل سوي او ټپیان سوي دي. ددوی په خبره سر له سبا به موټرونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل سي.

پر دغه لاره له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې عملیات روان وو. د اروزګان- کندهار لار نه یوازې ډېر وخت نا امنه وي بلکې ددغه لارې ورانوالی او له ستونزو ډک سړکونه هغه څه دي چې مسافر ترې شکایت کوي. د اروزګان اوسېدونکو تل ددې غوښتنه کړې چې دغه لار ورغول شي .

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...