د کندهار ولسي مشران وايي نوی والي دي د دوی په مشوره وټاکل سي

د شورا رئيس او قومي مشرانو دغه څرګندوني د يک شنبې په ورځ د يوه لاريون پرمهال وکړې.

هغوی تر لاريون وروسته د اعتراض په ډول دکندهار ولايت مقام ته هم د يو څه وخت لپاره کښېنستل او د جمهور رئيس څخه يې غوښتنه وکړل، چي ددې ولايت لپاره نوی والي ددوی په خوښه وټاکي.

د کندهار د ولایتي شورا ئيس او یو شمېر قومي مشرانو د يوه لاريون او اعتراضيه ناستي پرمهال له جمهوررئيس محمد اشرف غني يوځل بيا غوښتنه وکړه، چي د کندهار لپاره والي دي ددوئ په مشوره وټاکي.

د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وویل، چي کندهار د هيواد په سويل کي يو له مهمو ولايتونو څخه دی او په کاره ده، چي مرکزي حکومت ورته په کار پوه او وړ شخص دوالي په توګه وټاکي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د حکومت د پريکړو او ټاکنو مخالفت نه کوي خو اړينه ګڼي، چي جمهوررئيس د کندهار لپاره د نوي والي په ټاکنه کي ددوئ مشوره واخلي.

دغه راز د کندهار نورو ولسي مشرانو هم خبري وکړې.

هغوی دخبرو پرمهال وویل، چي حکومت بايد د کندهار لپاره په هره کېدونکې پرېکړه کي ددې ولايت د ولسي مشرانو نظرونه واوري.

دوئ وویل، چي د خپل منتخب حکومت ملاتړ کوي، خو غوښتنه يې وکړه، چي حکومت دي په مهمو پرېکړو کي دولسي مشرانو غوښتني هم په پام کي ونيسي.

دا په داسي حال کي ده، چي څه موده مخکي جمهوررئيس محمد اشرف غني کندهار ته دسفر پرمهال ژمنه کړې وه، چي په مهمو پرېکړو کي به د کندهار د ولسي مشرانو غوښتنو او سپارښتونو ته پام کوي.

خبریال: احمد شاه شاداب

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...