جنرال عبدالهادي ترین: د نوو تصفیوي عملیاتو لپاره چمتوالی روان دی

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قومندان وايي: د نوو عملیاتو لپاره يي پلانونه چمتو کړي دي ، او په نږدې وختونو کي به د هلمند په یو شمېر سیمو کي تصفیوي عملیات پیل کړي.

دی وايي اوس مهال د سرتیرو روزنیزي چاري ښې سوي او قول اردو ته د زرې وسایلو د اکمال لړۍ هم پیل سوې ده.

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وايي: د نووعملیاتو لپاره پلانګذاري بشپړه سوې ده ، او دوی به د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کي د امنیتي پوښښ د پراختیا لپاره تصفیوي عملیات پېل کړي.

هغه وویل: سږ اوه نویم کال د عملیاتو پر مهال ګڼ پرمختګونه تر لاسه سوي دي ، له وسله والو مخالفینو سیمي نیول سوي او د هغوی بې شمیره ماینونه کشف او شنډ سوي دي ، ده وویل ، د هوايي ځواکونو له خوا د طالبانو مهم مرکزونه په نښه سول او خاصو ځواکونو د هغوی پر مرکزونو شپني عملیات ترسره کړه ، چي د طالبانو سوق او قومنده يي هم لمنځه وړې ده.

د ده په وینا دا ځل هم د ورته عملیاتو لپاره پلان ګذاري سوې ده ، چي هم د ځواکونو روزنیزه برخه پیاوړې سوې او هم یو زیات شمېر زرې وسایلو اکمال پیل سوی دی.

ده وویل : په عیني ترڅ کي ، د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره کندهار کي د ځوانو پیلوټانو روزنه پیل سوې ده ، او دغه راز د خاصو قطعاتو د لا پیاوړتیا لپاره مسلکي روزنیزه برخه هم روانه ده ، چي په راتلونکي کي به د جګړې پر ډګر پام وړ پرمختګونه ترلاسه سي.

دا پداسي حال کي ده ، چي د ورستیو عملیاتو پر مهال د هلمند په شمال او جنوب کي د طالبانو مهم مرکزونه د خاصو ځواکونو د شپنیو عملیاتو تر پوښښ لاندي سوي دي.

په دې سیمو کي د زندانانونو پر ماتولو سربیره ، ځايي امنیتي ادارو د طالبانو د مرکزونو د ویجاړولو او د هغوی د وسلو د ډيپوګانو د لمنځه وړلو خبرونه ورکړي دي.

خبریال :مطمین

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...