افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي‌ وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۷ تنه ازاد کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یکشنبې په ورځ وويل چې د کمانډو ځواکونو د اوم کنډک سرتېرو تېره شپه د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د وسله والو پر یاد زندان برید کړی.

ځواک وايي چې پر زندان د عملیاتو په ترڅ کې د زندان ساتونکی یو وسله وال وژل شوی او زندان هم د هوايي برید په ترڅ کې له‌منځه وړل شوی.

نوموړي زیاته کړه”له زندان څخه خاصو قواوو اوه تنه زندانیان د وسله والو له بند څخه ازاد کړي دي او اوس په یوه نظامي مرکز کې دي چې تر ابتدايي تحقیقاتو وروسته به خپلو کورنیو ته ستانه شي.”

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د وسله والو له بند څخه خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ او ځینونو نورو تورونو له کبله زنداني کړي وو.

تر دې مخکې هم څو ځله افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو بریدونه کړي او ۲۶۸ کسان يې ورڅخه ازاد کړي دي.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...