منظور پښتین: د پښتنو وطن د ترهګرۍ په پلمه لوټل سوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ  یکشنبه د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب مسید لومړی تلین په یوې لويې ولسي غونډې سره ولمانځه. په زرګونو کسانو په دغه غونډه کې ګډون درلود، چې ورته د یاد غورځنګ بنسټګر او مشر منظور پښتین او نورو مشرانو ویناوې وکړې.

ښاغلي پښتن د جلسې ګډونوالو ته وویل، د پښتنو وطن د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه لوټل شوی دی.

۲۷ کلن وزیرستانی زلمی نقیب مسید تېر کال په همدې ورځ په کراچۍ کې امنیتي ځواکونو له کوره بیولی و، چې وروسته يې په مرمیو سوری مړی وموندل شو.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې د نقیب مسید تر وژنې وروسته د اسلام اباد په پرلت کې جوړ شو، د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې يې د هغه لومړی تلین په همدې ولسي غونډې ولمانځه.

دې ولسي غونډې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظورپښتین وویل، پښتانه خپل وطن د لاهور په اثره نه پرېږدي او د پلرونو نیکونو وطن به خپله ساتي. نوموړي ولسي غونډې ته وویل:

دا وطن زه د بل په هیله نه پرېږدم، دا وطن زه د لاهور په هیله کله هم نه پرېږدم “.

ټانک

ښاغلي پښتین د نقیب مسید په وژنه کې د تورن پولیسو افسر راو انوار په هکله وویل، د دوی د احتجاجونو یو کال وشو، خو چې سل کاله هم وشي، احتجاج به کوي او مجرم ته به سزا ورکوي.

د کراچۍ پولیسو یوه افسر راو انوار هغه وخت ادعا وکړه، چې دغه زلمي له وسلوالو طالبانو سره لاس درلود، خو پر خواله رسنیو د پاکستانیو پولیسو د دغې ادعا پر ضد تر توند غبرګون وروسته پاکستانیو چارواکو د دغې پېښې د پلټنو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ.

تر لومړنیو پلټنو وروسته یاد کمیسیون پولیسو دا ادعا ناسمه وبلله چې ګواکې نقیب مسید له وسله والو ډلو سره لاس درلود.

د جنورۍ په دیارلسمه د وزیرستان د دغه زلمي د وژنې یو کال پوره شو. په دې یوه کال کې پاکستانیو واکمنو بیا بیا د نقیب مسید له کورنۍ سره ژمنې وکړې چې هغوی ته به انصاف ورکول کېږي.

تېر کال د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وزیرستان ته د نقیب مسید له کورنۍ سره د لیدلو لپاره ورغی او د هغه له کورنۍ سره يې ژمنه وکړه، چې د ده قاتلینو ته ارومرو سزا ورکړل کېږي.

خو د پولیسو افسر راو انوار چې د ښاغلي مسید پر وژنه تورن دی، لا هم ازاد دی. یاد افسر څو میاشتې پټ و، خو تر نیول کېدو وروسته محکمې ته حاضر شو او بیا خوشې شو.

د پښتنو تر سخت احتجاجونو وروسته د پاکستان سترې محکمې پر یاد افسر بهر ته پر سفرونو بندیز ولګاو او هغه يې تر وخت مخکې متقاعد کړ، خو کومه سزا لاهم ورته اورېدل شوې نه ده.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...