کندهار کي خبريالانو دجمهوررئيس محمد اشرف غني دهغه حکم هرکلی وکړ،چي دولتي ويانديانو ته يې له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کي تازه صادر کړی

په کندهار کي د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا ( نی) په سيمه ایز دفتر کي د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د ۲۰۱۸ کال کلني راپور وړاندي کولو پر مهال خبريالانو دغه څرګندوني وکړې.

په دې اړه په جوړ سوی کنفرانس کي دلته په کندهار کي دټولو محلي او ملي رسنيو خبريالانو او استازو برخه اخيستې وه.

په کندهار کي د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا( نی) کندهار پریس کلب او درسنيو د خونديتوب کمېټې په ګډه د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د ۲۰۱۸ کال کلنی راپور د پنج شنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وړاندي کړ.

په راپور کي ۲۰۱۸ کال د ۲۰۱۷ کال په پرتله خبريالانو ته لږ خوندي بلل سوی و، خو بيا هم د ټول هيواد په کچه د خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۲۱ پيښي په تېر ۲۰۱۸ کال کي ثبت سوي دي، چي له دې ډلې يې يوازي ۱۵ د تاوتريخوالي پيښي دلته په سويلي حوزه کي ثبت سوي.

په کندهار کي د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا ( نی) مسول عبدالسميع غیرتمل په کندهار او ټوله سويلي حوزه کي د خبريالانو پر وضعيت انديښنه وښودل.

خو نوموړي وویل، چي په مرکز کابل کي يې له جمهوررئيس سره په هغه غونډه کي چي د ټولو ولايتونو څخه خبريالانو په کښي ګډون کړی وه د کندهار د خبريالانو هغه ستونزي شريکي کړې، چي دوئ معلوماتو ته د نه لاسرسي او ځينو نورو برخو کي درلودلې.

د کندهار پريس کلب مرستيال نوراحمد ناصري او خبريال محمد ابراهيم سپېڅلي هم خبري وکړې.

دوئ دواړو دخپلو خبرو پر مهال د خبريالانو ترمنځ پر همږغۍ ټينګار وکړ او دغه راز يې د جمهوررئيس محمد اشرف غني د هغه حکم هرکلی وکړ، چي دولتي ويانديانو ته يې له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کي صادر کړی دی.

دغه راز په دې مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو د جګړې پر ښکيلو اړخونو ږغ وکړ، چي د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي او هيڅکله خبريالانو ته د یوه طرف په سترګه ونه ګوري.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...