کاناډا سعودي نجلۍ ته پناه ورکړه

سعودۍ پېغله رهف القنون چې له کورنۍ د تېښتې کیسه یې نړیواله شوې ده، کاناډا ته رسېدلې او کاناډا پنا ورکړې.‌ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، رهف خپل “نوي کور” ته پرلار ده.‌

۱۸ کلنه سعودۍ له خپلې کورنۍ سره کویت ته تللې وه چې له هغه ځایه تایلنډ‌ ته وتښتېده او استرالیا ته د تګ لپاره یې پلان جوړ کړی و،‌ خو تایلنډي چارواکو یې کویت ته د بېرته ستنولو هوکړه وکړه.‌

رهف کویت ته الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او ځان یې د بنکاک پر هوايي ډګر په یوه خونه کې بند کړ.‌

د جنورۍ پر پنځمه د هغې یوه ټویټ د نړۍ پام ځان ته واړاوه.‌

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریسټینا فریلانډ ته پر هوايي ډګر ولاړه وه او هغه یې یوه “نوې کاناډایۍ او ډېره زړوره وطنواله” وبلله.

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...