پوهني وزارت ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري

د پوهنې وزارت وايي د ښوونې او روزنې بهیر د ښه فعالیت لپاره ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري.

ددغه وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي دوی هر کال له ۲۰ تر ۳۰ زره پورې ښوونکي پر دندو ګوماري خو لا هم تر ۷۰ زره پورې ښوونکو ته اړتیا لري.

هغه هیله څرګنده کړې چې د یاد شمېر ښوونکو په ګومارلو سره به د ښوونې او روزنې بهیر لا اغېزناک او ګټور شي. د بلخي په خبره دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځي، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکي‌ او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي‌ شته چې ۳۶سلنه یې نجونې دي.

ملګري ملتونه بیا وايي د بېلا بېلو دلایلو له امله شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان په افغانستان کې ښوونځیو ته له تګ محروم دي. د پوهنې وزارت چارواکي‌ وايي‌ دا مهال د هېواد په نا امنه سیمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي‌ دي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...