په سويل کي لسګونه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چي منسوبينو يې په روزګان ولايت کي د يو لړ ترسره کړو عملياتو پرمهال تر ۴۰ زياتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دياد دفتر مسؤلين وايي، دغه عمليات د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لوا له خوا ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ کي د هوايي ځواک په ملتيا ترسره سوي، پرمهال يې ۳۶ تنه ولسوال طالبان وژل سوي او ۱۱ نور ژوبل سوي دي.

په دغه عملياتو کي د وسلوالو طالبانو د مهماتو يو ډيپو هم له منځه وړل سوی دی.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...