په اقتصادي او تجارتي برخو کي د جمهور رئيس سلا کار په کندهار کي د ملي سوداګرو ستونزي او غوښتني واورېدلې

د پنج شنبې په ورځ په اقتصادي او تجارتي برخو کي د جمهور رئيس سلا کار سيروس علاف په داسي حال کي د ملي سوداګرو ستونزي او غوښتي واورېدلې ،چي د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب او د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا هم ګډون درلود.

په دغه غونډه کي د کندهار سوداګرو خپلي عمده ستونزي او غوښتني د جمهور رئيس د سلاکار سره شريکي کړې او د حل په برخه کي ئې د هغه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه غونډه،چي د کندهار د سوداګرۍ خوني له لوري جوړه سوې وه پرمهال ئې دکندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه ،چي په اقتصادي او تجارتي برخه کي ئې خپل سلا کار کندهار ته رالېږلی ،ترڅو د سوداګرو عمده او جدي ستونزي او غوښتني له نژدې واوري او د حل په برخه کي ئې عملي کار وکړي.

ښاغلي منيب وويل ولايتي ادارې د کندهار لپاره په صنعتي ،زراعتي او اقتصادي برخو کي يوه جامع طرحه جوړه کړې ؛په وينا ئې که چيري دغه طرحه د مرکزي ادارې له لوري منظور او عملي سي د کندهار د ولس په اقتصادي حالت کي به مثبت بدلون راولي.

دغه راز په دې غونډه کي د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهير او يو شمېر نورو تجارانو خپلي جدي ستونزي او غوښتني د جمهور رئيس د سلا کار سره شريکي کړې.

هغوئ د ګمرکي تعرفې لوړوالی، له کلني څخه ربعواره ته د بيلانس تحويلي،بېله قوي ضمانته د تجارتي جوازونو وېش، په شخصي بانکونو کي د تعرفي د تحويلۍ نه اجازه او ګڼ شمېر نوري عمده ستونزي د جمهور رئيس سلا کار ته وړاندي کړې او د هغه څخه ئې د حل غوښتنه وکړه.

وروسته په اقتصادي او تجارتي برخو کي د جمهور رئيس سلا کار سيروس علاف وويل جمهور رئيس په ټول توان او طاقت کوښښ کوي ،چي د سوداګرو او صنعتکارانو په وړاندي ټولي ستونزي له منځه يوسي او هغوئ ته په تجارتي برخو کي لازمي اسانتياوي رامنځ ته کړي.

هغه ژمنه وکړه،چي د کندهار د سوداګرو ټولي ستونزي او غوښتني به د اقتصاد په عالي شورا کي جمهور رئيس او اړوند وزيرانو ته وړاندي کړي او د حل په موخه به ئې جدي ګامونه واخلي.

پاته دي نه وي ،چي د غونډي په اخيري برخه کي د کندهاري دود سره سم د ملي سوداګرو له لوري د جمهور رئيس سلا کار او د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ته د اعزاز بګړۍ ورپه سوه او په چارو کي ئې ورته د بريا هيله وکړه.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...