ټرمپ: د کانګرس له ډموکراتو غړیو سره غونډه د وخت ضایع کول و

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وایي، د کانګرس له ډموکراتو غړیو سره له غونډې وروسته له هغې ووت چې ده ته یې وویل، له مکسیکو سره د امریکا په پوله به د دیوال د جوړېدو لپاره بودجه ورته ورنه‎کړي.

ډونالډ ټرمپ له سناتورچک شومر او د استازیو د جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره تر غونډې وروسته تېره شپه په ټویټر ولیکل، ده دا غونډه همدا اوس پریښوده او هغه بیخي د وخت ضایع کول و.

ټرمپ وایي، ما له دوی پوښتنه وکړه چې که زه هرڅه سمدستي بېرته پرانېزم، په ۳۰ ورځو کې به څه پېښ شي؟ ایا تاسو به د امنیت د ټینګښت پلان چې په‌کې د دیوال یا د اوسپنې د موانعو جوړول هم شامل دي، تصویب کړئ، نانسي راته وویل چې نه! ما هم ورسره خدای پاماني وکړه ځکه له دې پرته بله چاره نشته.

شومرهم د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته تر ډېره د دې غونډې یو ورته تصویر ورکړ.

هغه وویل، ټرمپ له پلوسي پوښتنه وکړه چې تاسو زما له دیوال سره موافقه کوئ، هغې ورته وویل نه، ټرمپ سمدستي پاڅېده او ویې ویل نور د خبرو لپاره څه نه لرو او له غونډې ووت.

ټرمپ د دې دیوال د جوړېدو لپاره له کانګرسه د څه کم ۶ میلیارډ ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

د دغه دیوال پر سر د راپورته شوې لانجې له کبله د تېر کال د ډسمبرله ۲۱ راهیسې یو شمېر فدرالي ادارې تراوسه تړلې پاتې دي.

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...