هند: د پاکستان ترهګر په ګاونډي هېوادونو کي ورانکاري کوي

د هند لومړی وزیر نریندرا مودی وايي، دا فکر ناسم دیو چې پاکستان به پر یوې جګړې اصلاح شي، بلکې د دې اصلاح کېدو ته وخت پکار دی.
 
د هند لومړی وزیر نریندرا مودی وايي، دا فکر ناسم دیو چې پاکستان به پر یوې جګړې اصلاح شي، بلکې د دې اصلاح کېدو ته وخت پکار دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې د نوي کال په مناسبت له یوه هندي ای این آی تلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.
 
نوموړي ویلي هند د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو پاکستان د ترهګرۍ نه لاس نه اخلي او په خپل چلند کې بدلون نه راولي.
 
د هند لومړي وزیر ویلي، چې د پاکستان د اصلاح لپاره اړینه ده، چې دغه د ترهګرۍ ملاتړ هېواد ګوښه شي، چې په وینا یې اوس ګوښه شوی هم دی.
 
هغه زیاته کړې« په پاکستان به فشار ته دوام دوام ورکړو، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دغه فشار که د پاکستان په د ننه کې د ترهګرو په نښه کول وي او یا به بله کچه وي، خو موږ به فشار جاري وساتو او دا حقیقت دی، چې دغه هېواد اوس ګوښه شوی دی.»
 
ښاغلي مودي په نوي کال کې د پاکستان په اړه ځینې ټوېټونه هم کړي او ویلي یې دي، چې په یوه جنګ د دغه هېواد اصلاح یو سم فکر نه دی بلکې د پاکستان اصلاح وخت غواړي.
x

دا هم وګورئ

کندهار کي د شهيدو سوو پوليسو له سلګونه کورنيو سره مرسته وسوه

د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د پوليسو د هغو کورنيو ...