هلمند کي د سیمه یزي اردو یوه ټولۍ تر روزني وروسته فارغه سوه

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو د تعلیمي مرکز له خوا د هلمند له ځوانانو جوړه د سیمه یزي اوردو یوه ټولۍ تر ۱۴ اونیو روزني وروسته فارغه کړه.

د قول اردو قوماندان وايي: د سیمه یزي اوردو دا منسوبین به په بېلابیلو سیمو کي پردنده وګمارل سي.

په همدې اړه جوړو سوو مراسمو کي هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان، او ګڼ شمېر نورو امنيتي منسوبينو ګډون درلود.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د تعليمي مرکز د مسولینو په وینا د سيمه ايزي اردو دغي فارغه سوي ټولۍ ته د شاوخوا ۱۴ اونيو په ترڅ کي د کمین  نیولو پوستې جوړولو، دفاع او د کمین پر مهال د غبرګون ښودلو او تعرضي بریدونو سپکو او درنو وسلو، مانورو او ګڼو نورو برخو کي زده کړه ترلاسه کړې ده.

په فارغه سوو کي یو کنډک د ملي اردو هم دی چي تر بیا روزني وروسته به خپلو دندو ته ولاړسي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وايي خوښ دی، چي د اردو په لیکو کي یو نوې پروسه رامنځ ته سوه، او دا پروسه کي به د هلمند ځوانان روزنه ترلاسه کوي، او بیا د سیمه یزي اردو په حیث خپله سیمه او کلی ساتي، د ده په وینا د سیمي ځوانانو ته د خپلي ټولني او خلکو ستونزه او حل لاره ښه مالومه ده او هیله لري، چي دوی به د سیمي د امن لپاره په ښه توګه خپله دنده ترسره کړي.

ده وویل دفاع وزارت د ۷۰۰ محلي اردو ترڅنګ ۸۰۰ د ملي اردو تشکیل منظور کړی، چي د هلمندي ځوانانو لپاره دغه لیکو ته د جذب زمینه برابره سي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترين وويل: د هلمند لپاره د اته ټوليو سيمه ايزي اردو تشکيل منظور سوی، چې دا د هلمند د ځوانانو لپاره د کار موندني او د پوځ په ليکو کي د خدمت کولو ډېره لويه اسانتيا ده.

هغه غوښتنه وکړه، چې د هلمند ځوانان ۲۱۵ ميوند قول اردو ته مراجعه وکړي او د محلي او ملي اردو په ليکو کي په د اسانتياو په مټ ونډه واخلي.

د ولايتي شورا رئيس عطاوالله افغان فارغو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو ته د مبارکۍ تر څنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چي د امنيت تامين، خلکو سره د ښه چلند او د سیمي د امن لپاره خپله اراده په عمل کي ښکاره کړي.

له دې روزني فارغه سوي هلمندي ځوانان وايي: زده کړه يي ترلاسه کړې ده ، او تردې وروسته به دوی د خپلې سیمي او خلکو د ساتني لپاره دنده ترسره کړي.

د یادوني وړده چي، د محلي اردو رامنځ ته کول، به د پولیسو پر امنیتي پوستو د جګړې فشار کم کړي، مسولین وايي، د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کي به د محلي اردو ټولۍ د خلکو له ځوانانو جوړي سي.

دا اردو به د ملي اردو په څېر وسلې، وسایل او امتیازات ولري.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...