محمد عیسی ابراهیم خېل د کندهار ولایت د استناف څارنوالۍ نوی رئيس وټاکل سو

په همدې موخه د شنبې په ورځ د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب په مشرۍ دځینو ادارو رئيسانو او د عدلي، قضايي او امنیتي ادارو د مسولینو په ملتیا د استناف څارنوالۍ نوی رئيس د ځانګړو مراسمو پر مهال د یاد ریاست مامورینو ته ور وپېژندل سو او ویناوالو غوښتنه وکړل، چي عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونه دي په ګډه همږغۍ ولس ته د عدالت په تامین او د حقوقو په ورکړه کي قانوني چلند وکړي.

د شنبې په ورځ د کندهار د استناف څارنوالۍ لپاره نوي تاکل سوي رئيس محمد عیسی ابراهیم خېل د لوی څارنوالۍ د مرستیال څارنپوه نورالحبیب جلال او د راغلي پلاوي په ملتیا لومړی په ولایت مقام کي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره تعرفي لیدنه ترسره کړل، چي پر مهال يې دولایتي شورا غړي، د ملي امنیت او ګڼو سکتوري ادارو رئيسانو او د عدلي، قضايي ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

تر تعرفي لیدني وروسته د مرستیال او سرپرست والي په مشرۍ یاد پلاوي د استناف څارنوالۍ په ریاست کي په جوړه سوې غونډه کي برخه واخیستل، چي پر مهال يې د یادي ادارې ګڼ شمیر لوړ او ټيټ رتبه مامورینو برخه اخیستې وه.

غونډي ته د پیل په خبرو کي د لوی څارنوالۍ مرستیال څارنپوه نورالحبیب جلال وويل، چي عدالت د حکومتدارۍ اساس دی او حکومت تل هڅه کړې، چي په عدلي او قضايي ادارو کي داسي کسانو ته مسولیت ورکړي، چي د ولس لپاره د قانون په چوکاټ کي عدالت تامین کړي تر څو ولس ډاډمن سي، چي حکومت يې د حقوقو څخه دفاع کوي او د عدالت په تامین کي ورته هڅي کوي.

ښاغلي جلال وويل نوی ټاکل سوی رئيس په کار پوه، مسلکي شخص دی او کولای سي د خپلو تجاربو څخه په استفاده د ولس لپاره عدالت تامین کړي.

د غونډي پر مهال مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب وويل، تغیر او تبدیل د ښه حکومتدارۍ یو اصل دی، چي پر مهال يې مسولین مکلف دي د ولس لپاره د یو ښه خادم په توګه خپل رسالت ادا کړي او هڅه وکړي، چي ولس ته يې حقه حقوق تسلیم کړي.

ښاغلي منیب د استناف څارنوالۍ د مخکني سرپرست محیب الله حق زاده څخه مننه وکړل او د نوي ټاکل سوي رئيس محمد عیسی ابراهیم خیل څخه يي وغوښتل، چي د قانون په چوکاټ کي د نورو ادارو سره په پوره همږغۍ د ولس لپاره د عدالت په تامین کي خپل رسالت ادا کړي تر څو پر عدلي او قضايي ادارو باندي د خلکو باور لا هم زیات سي.

د استناف څارنوالۍ لپاره نوي تاګل سوي رئيس محمد عیسی ابراهیم خیل لومړی د جمهور رئيس محمد اشرف غني او لوی څارنوال د باور څخه مننه وکړل، چي دی يې د یاد مسولیت لپاره وړ کس بللی او وویل، چي ولس ته د عدالت تامین يې د کاري لومړیتوبونو څخه دي او په خبره یې هڅه کوي، چي په پوره ژمنتیا قانون تطبیق کړي.

وروسته د مرستیال او سرپرست والي او مرکز کابل څخه راغلي پلاوي په ملتیا نوی ټاکل سوی رئيس د مسولیت پر چوکۍ کښینول سو او په چارو کي ورته د بریالیتوبونو هیله وسول.

تر یادو مراسمو وروسته د لوی څارنوالۍ مرستیال څارنپوه نورالحبیب جلال د سرپرست والي او راغلي پلاوي په ملتیا د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د فاتحې د مراسمو په نیت د شهید د ورور او د کندهار د امنیه قومندان تورن جنرال تادین خان و کورته ولاړل او هلته يې د شهید کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندي کړل، چي پر مهال يې په ولایت مقام کي د وروستۍ ترهګریزي پيښي ټولو شهیدانو او په هیواد کي د دایمي سولي راتلو په نیت د الله ج وعظیم دربار ته د دعا لاسونه لپه سول.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...