محب د خپلي دندي ترڅنګ د کورنیو چارو د وزارت چاري هم پر مخ وړي

آرشیف، د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محبد افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د خپلې دندې ترڅنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي.

د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او هلته یې دا سپارښتنه وکړه چې د کورنیو چارو د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې به ښاغلی محب د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.

د دې پریکړې هدف د دغه وزارت د کارونو د ځنډ مخنیوی ښودل شوی دی.

د اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي هغه پروسه چې د امرالله صالح د مدیریت په دوره کې پیل شوې باید دوام وکړي او وایي، پریکړې باید د فرد نه بلکه د ادارې له‌خوا ونیول شي.

تردې درې ورځې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه له دندې استعفا وکړه او د ولسمشر اشرف غني په نوي انتخاباتي ډلې کې د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو.

x

دا هم وګورئ

د سرپرست والي له لوري ديونيم ميليون نيالګيو د ايښوولو لړۍ پيل سوه

دکندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب پرداسي مهال، چي دولایتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکريزوال او ...