طالبانو ځان بولۍ او دلالۍ ته وړاندې کړی/ نوید احمد څرک

له هغې ورځې چې امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې پروسې لپاره زلمی خلیلزاد ټاکلی او خلیلزاد درې ځل له طالبانو او د سیمې هېوادونو له استازو سره لیدلي، طالبان هم خپل کار پيل کړی او له خپلو بادارانو هېوادونو سره ګوري چې ځان په امریکا او افغان حکومت باندې په څو خرڅ کړي او که واک کې شریک شول د بادارانو هېوادونو کوم فرمایشونه د سولې په امتیاز کې ورته واخلي.
طالبان متحده عربي اماراتو ته په پآکستاني پاسپورټونو تللي، لومړی د پاکستان ای ایس ای خپل فرمایشونه ورکړل چې د سولې په خبرو کې یې شریک کړي او په دې پروسه کې د پاکستان لپاره امتیاز واخلي، د پآکستان اوس تر ډیورنډ کرښې ضروري فرمایش دادی چې د افغان حکومت او هند اړیکې دې محدودې شي.
که طالبان ووايي، که و نه وايي د پاکستان له انحصار نه شي خلاصیدلی، له یوې خوا پاکستان کلونه د جګړې امکانات ورکړي، له بلې خوا ځینې طالبان له پاکستان سره بندیان دي او ځینې له کورنیو سره نظر بند یا یرغمل دي.
طالبان په اماراتو کې له لیدنو وړاندې روسیې ته سفر کړی و او هلته یې له امریکا سره د خبرو لپاره له روسیې فرمایشونه اخیستي و، روسیه بیا غواړي چې امریکا دې پوځي حضور پای ته ورسوي، دا هغه شرط دی چې طالبان پرې ټینګار لري، خو روسیه د طالبانو نه هم زیات ټینګار پرې کوي.
روسیې د همدې لپاره طالبانو ته امکانات او نغدې پيسې ورکولې چې له امریکا خپل غچ واخلي، ځکه د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې امریکا مجاهدینو ته پيسې ورکولې چې شورې یې مات کړ.
اوس مسکو په دې مصروف دی چې څنګه امریکا مجبوره کړي چې افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او د دې کار لپاره ورته طالبان ښه ادرس دی.
طالبان نن سبا همدې پسې ګرځي چې څوک یې په څو اخلي او کومو شرطونو، د طالبانو سوداګر ځکه زیات دي چې په افغانستان کې د هېوادونو جګړه ده او د جګړې بشري قوه طالبان جوړوي چې هم افغانان وژني او هم افغانستان پرمختګ ته نه پریږدي.
طالبانو درې ورځې وړاندې ایران ته سفر کړی و او هلته له ایراني چارواکو سره لیدنې کړي، طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې د ایران سره لیدنه یې د سیمې هېوادونو د همکارۍ راجلبول دي، خو طالب نه وايي چې دا همکاري په کومه برخه کې او له کوم ادرسه.
له طالب سره همکاري خو د وسلې ورکول او په دې وسلو د افغانانو وژل او د مرسته کوونکو هېوادونو د ګټو خوندیتوب دی، ایران له کلونو راهیسې تاریخ لري چې یو تومن چاته مفت نه ورکوي، ایران دا کار ددې لپاره کوي چې پر طالبانو د سعودي نفوذ شته او هڅه کوي چې دا نفوذ د ایران په زیان و نه کارول شي.
ایران ځکه له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې چې د افغانستان په لویدیځو هېوادونو کې د یاران ګټې خطر کې دي، له یوې خوا داوبو بندونه په طالبانو ورانوي او یا ساتونکي وژني او قراردادي شرکت تهدیدوي چې بند جوړ نه کړي
له بلې خوا سعودي په نږدې راتلونکي کې د سولې ناسته جوړوي او ایران طالبانو ته خپل شرطونه وویل چې له سعودي سره باید د دوی ګټو ته هم پام وشي.
نو طالب له یوې خوا لګیا دی د ځان لپاره ښه سوداګر پيداکوي چې په لوړه بیه یې واخلي او له بلې خوا دلالي کوي چې د کوم هېواد لپاره څه کولای شي پّه فغانستان کې

ليکوال:نوید احمد څرک

x

دا هم وګورئ

نیالګي کښېنوئ، ژوند مو زرغون کړئ / سپوږمۍ پوپلزۍ

د اسلام مبارک دین د نیالګو کینولو په اړه داسې ارشادات لري: نبی اکرم (صلی ...