سعودي عربستان په ګوادر بندر کې د تېلو چاڼ‌ځای جوړوي

سعودي عربستان وايي، په پام کې لري چې  په ګوادر بندر کې په ۱۰ میلیارد ډالره د تېلو چاڼ‌ځای جوړ کړي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلاح پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲» په ګوادر بندر کې چې د چین په مرسته انکشاف ورکول کېږي، وویل:

“سعودي عربستان غواړي چې د تېلو د یوه چاڼ‌ځای د جوړولو او د چین او بلوچستان په اقتصادي دهلیز کې د ګډون له لارې د بلوچستان په اقتصادي پرمختګ کې ثبات راولي.”

الفلاح دا څرګندونې په هغه ځای کې وکړې چې ټاکل شوې ده سعودي عربستان هلته چاڼ‌ځای جوړ کړي.

 

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...