د ګرشک اوسېدونکي : په ملکي او امنیتي برخه کي سمون غواړو

د ګرشک ولسوالۍ  قومي مخورو د یوې پراخي غونډي پر مهال د غلا ، غصب او فساد د مخنیوي ، او د ښوونکو او شهیدانو لپاره د نومرو او نورو امتیازاتو غوښتنه وکړه.

د هلمند والي له دوی سره ژمنه وکړه ، چي په دې ولسوالۍ کي به هر اړخیز بدلون رامنځ ته کړي.

دغه غونډه چې د ولسوالۍ مقام کي جوړه سوې پکښي سلګونه د نهرسراج قومي او ولسي مخورو، ځوانانو، ښځو او ورزشي لوبغاړو ګډون درلود.

په پېل کي د نهرسراج ولسوال ډاکټر مولاداد توبه ګار د ګرشک اوسنی امنيتي ، وضعیت ښه یاد کړ، خو وايي، چي دلته لاهم ځیني زوراکي سته ، چي دولتي ملکیتونه يي غصب کړي دي.

قومي مشرانو، ځوانانو، د ښوونکو استازي او د ښځو فعالينو هم خبري وکړې ، دوی وروستي امنيتي پرمختګونه او لاسته راوړني وستايلي، خو د امنيت، معارف، کرني، اوبو، برېښنا، روغتيا، د ځمکو غصب، ورزشي ميدانونو، د وسله والو غلاو او نورو برخو په اړه ستونزي، وړانديزونه او ناخوالي يې شريکي او غوښتنه يې وکړه، چې په يادو برخو کي بايد ژور اصلاحات، بدلون او سمون رامنځته سي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين د امنيتي ستونزو د هواري او د وسله والوغلاو د مخنيوي، د ځواکونو په ليکو کي د اصلاحاتو او نورو اړوند برخو کي د سمون ډاډ ورکړ.

ده وویل په  نږدې وختونو کي به دهلمند اته سوه ځوانان جذب کړي او په ښوراب پوځي اډه کي به يي وروزي.

د هلمند والي د ګرشک د خلکو شکایتونه پر ځای وبلل او له دوی څخه يي مننه وکړه ،چي د دې ولسوالی په ناوړه حالت کي يي له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره څنګ پرڅنګ دفاع وکړه ، ده وویل یوه ګډه کمېټه به جوړه کړي او ټولو ستونزو ته به په جدیت سره رسیدګي وکړي.

د هلمند والي وویل اوسنی امنیتي وضعیت باید وساتل سي، د غلاو، زورواکو ، او فساد ګرو مخه به نيسي، او ټولګټي پروژې به پوره شفافیت سره ترسره سي.

هلمند و الي د ښوونکو، شهیدانو او معلولینو د ښارګوټو په اړه د ګرشک ولسونو ته ډاډ ورکړ ، چي د ده په قول له اړوند وزراتونو سره په  دې اړه پریکړي ته رسېدلي دي.

د هلمند والي ځايي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چي امنیت به يي نور خوندي وي، ځکه د ده په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس له دفاعي حالت وتلي دي او تعرضي حالت يي غوره کړی دی.

هلمند والي د ګرشک ولسوالۍ د ټولو ستونزو رسيدګۍ او تعقيب لپاره د يوې کمېټې ټاکلو خبر ورکړ او وې ويل، چې نوموړې کمېټه به ټولې ستونزي او ناخوالي جدي څېړي او حل لارې به ورته په ګوته کوي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...