د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هند بې پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دوو ورځو کې یې د هند دوهمه بې پیلوټه «ډرون» الوتکه نسکوره کړې ده.

د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په یوه بیان کې ویلي دي چې د جاسوسي لپاره دا راستول شوی ډرون د جنوري په دوهمه په کشمیر کې راوغورځول شو.

اصف غفور په ټویټر کې د یوې بې پیلوټه نسکورې شوې الوتکې عکس هم خپور کړی دی، خو په‌دې برخه کې یې نور توضیحات نه‌دي ورکړي.

پاکستان د جنوري په لومړۍ نیټه هم د یوې هندي ډرون د نسکوریدو خبر ورکړی و.

نوي ډیلي په دې اړه څه نه دې ویلي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...