د پاکستان سره سوداګري کمه سوې خو د کندهار ګمرک ریاست عواید لوړ سوي دي

دغه خبري د کندهار ګمرک رئیس محمد اکبر د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه چي د تېرو کلنو په پرتله ددې ریاست عایدات څو چنده زیات سوي دي.

نوموړي ددې تر څنګ د ګمرک ریاست د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه هم معلومات شریک کړل.

د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کي د کندهار ګمرک رئیس محمد اکبر د خپلو لاسته راوړڼو او پرمختګونو په اړه خبریالانو ته د کنفرانس پر مهال معلومات وړاندي کړل.

د ګمرک رئیس محمد اکبر وویل، د تېرو کلنو په پرتله د کندهار ګمرک په عایداتو کي څو چنده زیاتوالی راغلی دی، چي په خبره یې د ۱۳۹۷ مالي کال تر ټاکل سوي عایداتي هدف تر یو ملیارډ او څلور سوه میليونو افغانیو لوړ عاید لري.

ښاغلی محمد اکبر وايي، د نورو کلنو په پرتله د پاکستان سره سوداګري کمه سوې خو وايي چي ګمرکي عاید یې زیات سوي دي.

نوموړی وايي چي په نوي مالي کال کي د ښاروالۍ ټکس د ګمرک ریاست له لاري اخیستل کیږي او هم د کومکي میز دفتر په پرانیستلو سره هر سوداګر کولای سي څو بغیر د کمېشنکار څخه په ډيري اسانۍ په ګمرک کي خپل محصول تحویل کړي .

هغه د تېر مالي کال عاید اووه ملیارده یو اتیا میلونه وښود چي په خبره یې د ټاکلي هدف څخه ٪ ۱۳سلنه زیات دی.

د کندهار ګمرک رئیس محمد اکبر همداراز وویل چي د سپین بولدک په ګمرک کي یې د موټرونو د بار د تبادلې لپاره د بندروالۍ د ادارې څخه ۴۴ جریبه ځمکه اخیستې چي اوس ورسره د موټر چلوونکو او سوداګرو د زیاتو ستونزو مخه نیول سوې.

نوموړي زیاته کړه چي په بولدک او هوايي ډګر کي به ډير ژر سکېنر ماشینونه ولګول سي چي له مخي به یې د وارداتو محصول معلومیږي او هم وايي چي د محصول او حق العبور چاري یې بانکې او کمپیوټري سیستم ته اړولي دي.

باید یاده کړل سي چي په راتلوونکی کال کي به په کندهار ګمرک کي د درملو او نورو توکو لپاره سړې خوني او لابراتوار هم جوړ کړل سي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...