د ټاکنو خپلواک کميسون پرانيستل سو

کندهارکښي ترهغه وروسته، چي دولسي جرګې دلومړنيو پايلو نتايج اعلان سول، معتريضو نوماندانو ددغه کميسون دروازه وتړل.

ددوشنبې په ورځ دمرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب او ولايتي شورا په هڅو کميسون بيرته پرانيستل سو.

ځينو معتريضو نوماندانو دولايتي شورا دغړو نعمت الله شېردلي او عطاوالله عطا په ملتيا ددوشنبې په ورځ ولايت مقام کښي داسي حال کښي دټاکنيزو شکايتونو دخپلواک کميسيون رئيس کريم الله ستانګزي هم حضور درلود دمرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وليدل.

دغه ليدنه کښي معتريضو نوماندانو دشکايتونو دڅيړلو او بايو ميټريک رايو ته د اعتبار ورکولو ترڅنګ دنوماندانو په وړاندي درايو دشمير يادونه وکړل.

دولايتي شورا غړو نعمت الله شيردلي او عطاوالله عطا هم ديادو نوماندانو وړانديزونه پرځای وبلل او ټينګار يې وکړ، چي دکندهار د ولسونو رايو ته دي درناوی وسي او دټاکنو کميسون هغه مامورين، چي درغلي يې کړې وي محکمه سي .

ليدنه کي دشکايتونو کميسون رئيس کريم الله ستانګزي هم ډاډ څرګند کړ، چي د اصلو او قانون په چوکاټ کښي به ټول هغه شکايتونه وڅيړي، چي دمعتريضو نوماندانو له خوا دوی ته رسيدلي دي .

وروسته دمرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په ملتيا دولايتي شوراغړي او معتريض نوماندان دټاکنو خپلواک کميسيون ته ولاړل او هلته يې دمعترضينو اعتراض پای ته ورساوه او دکميسون دروازه يې دمامورينو پرمخ پرانيستل .

سرپرست والي عبدالحنان منيب ډاډ وړاندي کړ، چي ولايت مقام دشفافو او رڼو پايلو په تمه دي او هيله ده په دې برخه کښي دشکايتونو خپلواک کميسون خپلي څيړني بشپړي او شفافيت ته لاره هواره کړي.

عطاوالله عطا اومعتريضو نوماندانو هم دټاکنو پر شفافيت ټينګار وکړ او دشکايتونو دکميسون څخه يې وغوښتل ترڅو ترلاسه کړي شکايتونه په دقيق ډول بررسي او هغه کسان چي دټاکنو پروسه کښي يې درغلي کړې قانون ته وسپاري .

ديادوني وړده، چي دکندهارڅخه ولسي جرګې ته دلومړني ليست څخه پاته سوو نوماندانو تردې وړاندي دشکايتونو خپلواک کميسون هم تړلی ؤ، چي څو ورځي وړاندي دکندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب په هڅو پرانيستل سو.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

کندهار کي د شهيدو سوو پوليسو له سلګونه کورنيو سره مرسته وسوه

د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د پوليسو د هغو کورنيو ...