د نېش، پنجوايي، معروف او ميانشين ولسواليو د ( ۶ ) خالي بستونو لپاره آزموينه واخيستل سول

د شنبې په ورځ په ولايت مقام کي د بشري سرچينو لخوا د نېش، پنجوايي، معروف او ميانشين ولسواليو د ( ۶ ) خالي بستونو د ډکولو په موخه چي ( سکرتريت معاونيت، ګزارش دهي او اجرائيه مديريتونه ) پکښي شامل او ټول څلورم بستونه وه آزموينه واخيستل سوه.

د دغي آزمويني پرمهال د بشري سرچينو د استخدام آمر او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون استازو ګډون کړی وو.

د دغه بستونو لپاره ( ۴۹ ) تنو نوم ليکنه کړې وه چي له جملې څخه يې ( ۲۴ ) تنه پر شرايطو برابرو کسانو آزمويني ته لاره موندلې او په امتحان کي يې برخه اخيستې وه.

د آزمويني ورکولو پر مهال راغلو ګډون کوونکو د ولايتي ادارې له هڅو څخه ځانګړې مننه وکړه چي ټولو پر شرایطو برابرو کسانو ته يې د شفافي آزمويني زمينه برابره کړې ده.

دا په داسي حال کي ده چي ولايتي اداره د جدي هڅو له مخي ځوانانو ته د کار زمينه مساعدوي او کوښښ کوي چي وړ او مستحق کسان په دندو وګماري.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...