د ناوې اوسېدونکي: په معارف او امنیتي برخه کي اساسي بدلون غواړو

د هلمند د ناوې اوسېدونکو د اساسي قانون د اونۍ لمانځغونډه کي د ولایت مقام ادارې څخه غوښتنه وکړه، چي امنیتي پوښښ يې پراخ کړي، او تر ټولو سیمو د پوهني معیاري خدمتونه ورسوي.

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي د اساسي قانون د اونۍ لمانځغونډي ته د هلمند والي ترڅنګ د سیمي ګڼ شمېر مخور او سپین ږیري ورغلي وه.

دې غونډه کي د ناوې ځايي اوسېدونکو او مخورو د امنیتي پوښښ د پراختیا، د مځکو د غصب د مخنیوي او د معارف برخه کي د اساسي بدلون غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا تر ټولو سیمو يې باید امنیتي پوښښ پراخ سي د امنیتي او دفاعي ځواکونو تکړه منسوبین وستایل سي او ناکاره يي مجازات سي ، تر خلکو د پوهني معیاري خدمتونه ورسیږي ، ښوونځیو ته يي ودانښۍ جوړي سي او تدریسي امکانات ورکړل سي.

دغه راز يي  د رغنیزو پروژو د کیفت ، د اوبو پر سیستم ، په ټولنه کي د قانون پر ښه پلي کېدو او یو شمېر نورو مسایلو هم هلمند والي سره خپلي غوښتني شریکي کړې.

د هلمند والي ځآيي اوسیدونکو سره ژمنه وکړه ، چي امنیتي برخه کي به يي په نږدې وختونو کي بدلون راسي او هغه سیمي به تر قوي امنیت لاندي راسي ، چي تر اوسه نا امنه دي.

دغه راز يي ژمنه وکړه ، چي د بې کیفیته پروژو ، د مځکو غصب او پوهني برخه کي به يي پرتې ټولي ستونزي حل کړي.

تر غونډي وروسته د ناوې ولسوالۍ لپآره ګمارل سوي قاضي هم ځايي ادارې ته ور وپيژندل سو او خپله دنده يي په رسمي توګه پیل کړه.

د یادوني وړده چي ، د هلمند ناوه ولسوالۍ د امنیت له اړخه تر ټولو ښه ولسوالي بلل کیږي ، خو بیا هم د سرخدوز سیمه د وسله والو مخالفینو د ښکاره فعالیتونو شاهده ده ، د سیمي اوسیدونکو د نورو ستونزو ترڅنګ دغلته د امنیتي پوښښ پراختیا اساسي اړتیا بولي ،چي د چارواکو په وینا په نږدې وختونو کي دغلته د نوو عملیاتو پلان لري.

خبریال: عبدالرحیم  مطمین

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...