د ملي امنيت اداره وايي، د خلکو په همکاري یې د شهيد دوکتور هاشمي قاتلين نيولي دي

د کندهار د ملي امنيت ويښو او بيدارو منسوبينو د کندهار د خلکو په همکاري د وسلوالو طالبانو ۶ کسيزه ډله نيولې، چي دولتي کارکوونکي، قومي مشران او ديني عالمان يې په شهادت رسول.

نيولو سوو کسانو پر خپلو جرمنو اعتراف کړی او دا يې منلي، چي وسلوال ترهګريز عملونه يې تر سره کړي دي.

د کندهار د ملي امنيت رياست په يوه خپره کړې خبر پاڼه کي ويلي، چي د شهيد جيد قاري محمودالحسن هاشمي قاتلين يې نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

شهيد هاشمي موده وړاندي د کندهار ښار په دووهمه ناحيه کي د زرغونې انالېسې سره په يوه تروريستي بريد کي په شهادت ورسېدئ.

په خبرپاڼه کي راغلي، چي نيول سوي کسان عــبدالمالک، محمد ادریس، عـــــــزت الله، مطــــــیع الله،  نوید احمد او هدایت الله نومېږي، چي په کندهار ښار او مرکزي ولسواليو کي يې تروريستي فعاليتونه تر سره کول.

د خبرپاڼي په حواله نيول سوو کسانو د کندهار ښار په يوشمېر ناحيو کي هم تروريستي فعاليتونه تر سره کړي، چي قومي مشران، ديني عالمان او دولتي مامورين يې په شهادت رسولي دي.

دغو کسانو پر خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی.

هيره دي نه وي، چي څو ورځي وړاندي هم د ملي امنيت منسوبينو هغه وسلواله ترهګريزه ډله نيولې وه، چي دکندهار ښار په ځينو برخوکي يې د ترهګريزو بريدونو پلان درلود.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...