د لوړو زده کړو وزارت د علمي معين انجنير عبدالتواب بالاکرزي د پلار جنازه خاورو ته وسپارل سوه

د هيواد د لوړو زده کړو وزارت د اوسني علمي معين او د کندهار پوهنتون د پخواني علمي مرستيال انجنير عبدالتواب بالاکرزي د پلار عبدالواحد خان بالاکرزي جنازه د یکشنبې په ورځ ماځيګر خاورو ته وسپارل سوه.

د جنازې په دغه مراسمو کي د کندهار پوهنتون رئيس انجنير دوکتور حضرت مير توتاخېل، علمي مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، د کندهار ملي راډيوټلوېزيون آمر نورالله نوري، د مرحوم دوستانو، د کورنۍ غړو او په سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو.

د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د علمي معين انجنير عبدالتواب بالاکرزي د پلار جنازه پر داسي مهال خاوروته وسپارل سوه، چي د کندهار پوهنتون رئيس، علمي مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، د کندهار ملي راډيوټلوېزيون آمر نورالله نوري، د مرحوم دوستانو، د کورنۍ غړو او په سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو.

د جنازې په دغه مراسمو کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت ميرتوتاخېل وويل، مرحوم عبدالواحدخان بالاکرزی پر هيواد، خلکو او خاوري مين سړی وو، چي تل يې خپلو خلکو ته د نېکو هدايت کاوه.

ښاغلي توتاخېل زياته کړه، مرحوم تل هڅه کول، چي جامعې ته خپل اولادونه لوستي وړاندي کړي، څو هغوی په راتلونکي کي د خلکو د خدمت مصدر وګرځي.

د ده په خبره، مرحوم عبدالواحدخان بالاکرزي تل په هيواد کي د بېلابېلو دندو پرمهال د خلکو خدمت په ښه نيت او نېک اخلاص سره کاوه او تل يې د خلکو د ښه راتلونکي فکر درلودئ.

د کندهار پوهنتون رئيس حضرت ميرتوتاخېل د مرحوم په اړه نوري خبري هم راسره وکړې.

د مرحوم عبدالواحد خان بالاکرزي د مجلس ملګري هم خبري راسره وکړې، دی وايي، نېک اخلاص، پراخ نيت، حوصله او دښه مشوره د مرحوم نېک خصلتونه او عادتونه وه.

د ده په خبره، مرحوم د دندي پرمهال هم له خلکو سره ښه رويه کول او تل يې د ټيټي طبقې له خلکو سره د نېکو او ښو کارونو د ترسره کولو هڅه کول.

دغه کس د مرحوم عبدالواحدخان بالاکرزي په مړينه سخت خواشینی دئ مرحوم ته د جنت فردوس، کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته يې د الله ج له درباره د جميل صبر غوښتنه کوي.

ارواح ښار عبدالواحد خان بالاکرزی د هيواد د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستيال انجنير عبدالتواب بالاکرزي پلار وو، چي کلونه کلونه يې په کندهار کي د بېلابېلو دندو پرمهال خپلو خلکو او ولس ته خدمت وکړ، نوموړی د ورپېښي ناروغۍ له امله وفات او د يک شنبې په ماځيګر خاورو ته وسپارل سو.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

د بې سرحده ډاکټرانو نړيواله ټولنه به دتوبرکلوز په له منځه وړلو کي همکاري وکړي

د سویلي حوزې په ګچه د بې سرحده ډاکټرانو عمومي مسؤل آلن دي لاروسا د ...