د عدلیې وزارت د څه باندي ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز لغو کړ

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت  وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت‌لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.

ښاغلي ریاضت زیاته کړه:

“۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې.”

د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه‌کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...