د سپين بولدک ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو دسرپرست والي سره وليدل

د شنبې په ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په ولايت مقام کي پر داسي مهال وليدل، چي د ولايتي شورا غړي نعمت الله شيردلي هم حضور درلود.

راغلو مشرانو د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند هر اړخيزه معلومات د سرپرست والي سره شريک کړه او زياته يې کړه دغه ولسوالۍ يوه پراخه، د زيات نفوس لرونکې او تجارتي ولسوالي ده، چي د يو شمېر ولايتونو او ولسواليو اوسېدونکي هم پکښي هستوګن دي.

نوموړو د دغه ولسوالۍ لپاره د ولايتي ادارې څخه د امکاناتو د زياتېدو غوښتنه کول، ترڅو په دغو امکاناتو سره يې ستونزي حل او ولسونو ته د هوسا ژوند زمينه مساعده سوې وي.

په دغه ليدنه کي سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل: ولايتي اداره متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده، هغه زياته کړه: هغه امکانات چي ولايتي اداره يې په واک کي لري په متوازن ډول به يې تر ولسواليو پوري ورسوي ترڅو د هغوئ ضرورتونه ورباندي پوره کړل سي.

ښاغلي منيب وويل: ولايتي اداره پلان لري چي په لېري پرتو ولسواليو کي هم د اړتيا وړ پروژې پلي کړي او په دغه برخه کي خپلي هڅي دوامداره ساتي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...