د سولې عالي شورا: د سولې په برخه کې اسلام اباد نوې ژمنې کړي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی د پاکستان نویو ژمنو ته هیله‌مند دی.

تمه ده چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی نن هم له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري له اسلام‌اباده په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې ځینې ژمنې مو تر اوسه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

“د دې ملاتړ وشو چې موږ ژر د افغانستان د سولې د خبرو د پیلېدو کارونه تنظیم کړو او څرنګه کولی شو چې د افغانستان او پاکستان جید عالمان ګډه غونډه جوړه کړي چې پخوا پاکستان د دې غونډې په ترسره کېدو کې د همکارۍ ژمنه کړې وه او په‌دې برخو کې چې یې کومې ژمنې له موږ سره وکړې، موږ پر دې ټینګار وکړ چې عملي ګامونه دې واخېستل شي.”

ښاغلي طاهري زیاته کړه چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان له جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره د لیدنو کتنو پر مهال موافقه وشوه چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د دواړو هېوادو د علماوړ غونډه په پاکستان کې ژر تر ژره جوړه شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر عمرداوودزي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته پرون په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان صدراعظم، سیاسي ګوندونه او پوځي ادارې سره ورته نظر لري او دې موږ هیله‌مند کړي یوو.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...