د زون په کچه د ښځو د اقتصادي پياوړتيا پنځه کلن پروګرام پېليږي

دغه پروګرام، چي د کليو او پراختيا وزارت تر چتر لاندي په څلور دېرش ولايتونو کي پيلږي د دې زون په کچه به ئې مرکزي د فتر په کندهار کي په کار پيل وکړي.

د دغه پروګرام مسؤل ډاکټر محمد يعقوب سليمان د پنج شنبې په ورځ د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ته په داسي حال کي د خپل پروګرام په اړه معلومات وړاندي کړل،چي د کليو او پراختيا رئيس محمد نسيم ايوبي هم حضور درلود.

هغه وويل د دې پروګرام په لومړي پړاو کي به د کندهار په ډنډ او دامان ولسواليو کي د ښځو د اقتصادي پياوړتيا په موخه بېلابيلي پروژې پلي سي.

د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د دې پروګرام پر پيل خوښي وښودل او مسؤلينوته ئې سپارښتنه وکړه،چي د ښځو د اقتصادي پياوړتيا په موخه هغوئ ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي او د هغوئ د لاسي صنايعو لپاره ځانګړی مارکيټ جوړکړي،ترڅو په اساسي ډول د ښځو اقتصادي ستونزي حل سي.

نیوز څانګه

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...