د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کي د انجونو د یوې ښوونځۍ د بنسټ ډبره کيښودل سوه

د چارواکو په خبره د زر تنو زده کوونکو لپاره به زده کړو د ځای د نشتوالی ستونزه هواره کړي. 
د انجونو دغه ښوونځۍ د رسالې د انجونو د مکتب په نامه ده چې تراوسه پوري په کرايې کورونو کي یې خپلي درسي چاري پر مخ وړلې او زده کوونکې يې له ګڼو ستونزو سره مخ وې. 
د زابل والي رحمت الله یارمل چي په دغو مراسمو کي يې خبري کولې وویل چي د سیمي د خلکو په غوښتنه او د پوهني ریاست په هڅو د دغه مکتب د ودانۍ د جوړولو لپاره بودیجه پیدا سوې ده چي د بنسټ ډبره یې د ګڼ شمېر سیمه ییزو اوسېدونکو او چارواکو په حضور کي کيښودل سوه. 


نوموړي وویل د دې ودانۍ د جوړېدو قرارداد په یوولس میلیونه افغانۍ یوه کورني ساختماني شرکت ته ورکول سوی چي د رغوني کارونه به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ سي. 
یارمل وویل د دې ودانۍ په جوړېدو به د رسالې د انجونو د مکتب د زر تنه زده کوونکو لپاره د تعلیم ښه چاپیریال برابر سي او نور به دوی اړ نه وي چې په کرايې کورونو درسي چاري پر مخ بوزي. 
د زابل ولایت د رسالې د سیمي یو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه مننه کوي چې د دوی د سیمي د زده کوونکو عمده ستونزي ته یې پام وکړ او د دې مهمي پروژې کار يې پيل کړ. 


دوی وايې چې تر دې وړاندي به اکثره زده کوونکي تر اوسه پوري په سختو شرایطو کي خپلې زده کړي کوي او دوی هیله مند دي چې نوې ودانۍ به په ښه کیفیت جوړه سي او پوره امکانات به ولري. 
ځايي اوسېدونکي وايي د ټول ګټو پروژو په عملي کولو او ساتنه کي له دولت سره هر ډول مرستي او همکارۍ ته چمتو دي.
د زابل ولایت په مرکز کلات کي په داسي حال کي د انجونو د یوې ښوونځۍ لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پيل سوې چې لا هم د دې ولایت شاوخوا اتیا سلنه مکتبونه خپل تعمیرونه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندي، په خېمو کي یا په کرايې کورونو کي زده کړي کوي.‎

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...