د زابل ولایت د سولي شورا چارواکي: په تېر کال کي یې فعالیتونه موثر وه خو ولایتي شورا او ځایي اوسېدونکي يې اغیزمن نه بولي 

په داسي حال کي چي ،په هیواد کي د سولي د راتګ لپاره دافغان حکومت او نړیوالي ټولني هڅي زیاتي سوي دي د سولي شورا فعالیتونه د یو شمېر افغانانو له نیوکو سره مخ دي. 
د زابل د سولي شورا رئیس عبدالغني خان توخی وايي چي دوی توانېدلي د تېر کال په ترڅ کي خپل د سولي پیغام تر ګڼو خلګو پوري ورسوي. 


نوموړي وویل چي دولس تنه د دولت وسله وال مخالفین له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د دوی په هڅو له جګړې لاس په سر سوي عادي ژوند یې غوره کړی او وسلې یې افغان حکومت ته سپارلي دي. 

د ده په خبره د سولي د پروسې دچټکتیا لپاره یې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، میرمنو او ځوانانو بیلابیلي کمیټې هم جوړي کړي دي. 
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان بیا د سولي د شورا فعالیتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي هغه کسان چي دوی د طالبانو په نوم تسلیم کړي حقیقي نه دي. 


نوموړي وویل که څه د یادي شورا له خوا د خلکو تر منځ ځيني دعوې او شخړي فیصله سوي دي خو یو وسله وال مخالف یې هم تر اوسه ندی تسلیم کړی. 
د زابل ولایت اوسېدونکي هم وایې د سولي په برخه کي زیات کار نه دی سوی او دوی تر دې زیاتي هیلي ورڅخه لري. 

دغه اوسېدونکي وایی چي سوله د ټول ملت غوښتنه ده خو د سولي لپاره جوړه سوې شورا نه په ملي او نه هم په ولایتي کچه لاسته راوړني لري بلکه یواځي وخت او پیسې ضایع کوي. 

د زابل د اوسېدونکو او ولایتي شورا له خوا په داسي حال کي د سولي شورا فعالیتونو له نیوکو سره مخ دي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندي افغان حکومت د یادي شورا تر څنګ له طالبانو سره د سولي لپاره یو بل دولس کسیز کمیسیون هم جوړ کړ.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

کندهار کي د شهيدو سوو پوليسو له سلګونه کورنيو سره مرسته وسوه

د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د پوليسو د هغو کورنيو ...