د حل منازعات کمیسیون ارشد معین د مرستیال او سرپرست والي سره وکتل

د شنبې په ورځ د مرکز کابل څخه د حل منازعات د کمیسیون ارشد معین دوکتور ذبیح الله مجددي او ورسره راغلي پلاوي د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل او د ولس او دولت تر منځ د اړیکو ټینګولو په برخه کي يې د خپلو هلو ځلو د شریکولو په ګډون په ولایت مقام کي د وروستۍ ترهګریزي پېښي ټولو شهیدانو ته د دعا لاسونه لپه کړل او په هیواد کي يې د دایمي سولي راتلو غوښتنه وکړل.

وروسته مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل، چي ولایت مقام پخپلو هلو ځلو دلته د میشتو ولسونو او شته قومونو تر منځ یووالی ساتلی او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې هم په ټولنه کي د عدالت د تامین او ولس ته د قانون په چوکاټ کي د حقه حقونو د ورکړي لارښوونه کړې ده.

مرستیال او سرپرست والي وویل، ولایت مقام تل د ولس د ستونزو حل ته رسیده ګي کړې ده او پدې برخه کي د مرکزي ادارې او ولایت په کچه د ټولو هغو کمیسیونو او نهادونو سره همکاره دي، چي د ولس تر منځ یووالی قایموي او دملي وحدت حاکمیت ته لاره هواروي او پر مهال يې راغلي پلاوي ته، چي مشري يې دوکتور ذبیح الله مجددی کول د هر راز همکارۍ کولو ډاډ ورکړ.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...