د اوبو رسولو ریاست خبرتیا

د کندهار د اوبو رسولو ریاست خپلو ټولو مشترکینو ته خبر ورکوي، ترڅو د اوبو رسولو د مشترکینو د طرزالعمل د (۲۲) مادې له مخي د اوبو د نلونو په سیسټم کي مداخله ونه کړي.

د مشترکینو طرزالعمل د همدې مادې له مخي هیڅ نلدوان حق نه لري، څو د ښاري اوبو رسولو په سیستم کي لاس وهنه وکړي او یا هم پر خپل سره د اوبو نل بسته کړي، که چیري کوم څوک په نلونو کي د مداخلې پر مهال ونیول سو ( ۳۰۰۰) افغانۍ جریمه کيږي او هم به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړل سي.

 

x

دا هم وګورئ

د ارشاد، حج اوقاف رياست خبرتيا

د کندهار ديني عالمانو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي، چي پر لاندي شرايطو ...