د انتخاباتو کمېسیون د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې ده.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه بهیر به په دوو اونیو کې بشپړ شي:

“۱۸ کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي. موږ پر دې کار کوو چې له دوو اونیو وروسته د دې انتخاباتو د کاندیدانو ابتدایي لېست اعلان کړو.”

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، د احتمالي کاندیدانو د نوم‌لېکنې بهیر د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د دغو اتلسو کسانو په ډله کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شامل دي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...