دکرهڼي او مالدارۍ رياست خبرتيا

دکرهڼي اومالدارۍ رياست دمحترمو تجارانو او عامو اوسېدونکو څخه هيله کوي، ترڅو لاندي څو ټکي په جدي ډول په پام کي ونيسي.

۱ دکرهڼي اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په امر ټول هغه بريډر غټ چرګان، چي وزن يې تر دوه کيلو ګرامه زيات وي او همدارنګه دزړو سټاک مادري يعني بريډر چرګانو غوښه، چي کارتني يخ وهلي وي د پاکستان، ايران او برازيل هيوادونو څخه افغانستان ته واردېږي او دهمدې نسل دژونديو زړو چرګانو پلورل اوتجارت بند دی.

۲ ټولو محترمو قصابانوته خبر ورکول کيږي، چي خپل څاروي مخکي ترحلالېدو په مسلخ کي معاينه او وروسته يې دموظف کس له خوا ټاپه او بيا بازارکي وپلوري، دنه ټاپه کولو په صورت کي حق دپلورلو نه لري، چي بې هويته غوښه بازارته وړاندي کړي.

۳ هغه دچرګانو هګۍ، چي دتوليد او دختم تاريخ نلري او همدارنګه تاريخ دتوليد او ختم يې د ۴۵ ورځو څخه اضافه وي پلورل منع دي.

دمحترمو تجارانو او ښاريانو څخه هيله کيږي، چي دپورته ذکر سوي خبرتيا دمتن په اورېدلو سره ديادو غوښو او چرګانو پلورلو اورانيولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، ترڅو دښاريانو اقتصاد او صحت تضمين سي، خو که کوم تجار اوقصاب سرغړونه وکړي نو دقانون منګولو ته به وسپارل سي.

x

دا هم وګورئ

د اوبو رسولو ریاست خبرتیا

د کندهار د اوبو رسولو ریاست خپلو ټولو مشترکینو ته خبر ورکوي، ترڅو د اوبو ...