دژړۍ مېشتو کوچيانو دسرپرست والي سره وکتل

ليدنه، چي ولايت مقام کښي تر سره سول پرمهال يې دکوچيانو چارو رئيس ميرزا محمد احمدزي او دولايتي شورا غړي نعمت الله شيردلي هم حضور درلود.

کتنه کي دکوچيانو پرستونزو خبري وسوې او دحل په موخه يې مرستيال او سرپرست والي دهمکارۍ ډاډ ورکړ.

په ليدنه کښي لومړی دکوچيانو چارو رئيس ميرزا محمد احمدزي او نورو کوچيانو په وار سره خبري وکړې او دخپلو ستونزو يادونه يې وکړل.

دوی وويل، چي ژړۍ ولسوالۍ کښي مېشت کوچيان دګڼو ستونزو سره لاس اوګريوان دي او رواني وچکالۍ يې مالداري سخته زيانمنه کړېده.

کوچيانو وويل، چي ددوی ژوند يواځي پرمالدارۍ تکيه دي او که وچکالي دوام وکړي نو ژوند به يې تر دې هم ستونزمن سي، دوی له ولايت مقام څخه هيله وکړل ترڅو ستونزو ته يې لاسرسی ممکن او دمالدارۍ دتقويې او پياوړتيا په موخه يې اړيني پروژې تطبيق کړي.

دوی دروغتيايي او پوهني سکټورونو کښي هم دخدماتو په وړاندي کولو ټينګاروکړ او دنورو قومونو ترڅنګ يې پرمساوي انډول او حقه حقونو پر ورکړه ددولت پام جلب کړ.

دغه راز مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب هم ليدنه کښي ډاډ څرګند کړ، چي ولايت مقام هڅه کوي، ترڅو ټولو هغو قومونو ته دژوند خدمات او دولتداري چمتو کړي، چي کندهارکي ژوند کوي.

هغه وويل: دافغانستان ټول قومونه داساسي قانون په رڼا کي يوډول حقوق او مسئوليتونه لري، چي دولت هم دقانون تطبيق ته ژمن دي .

ښاغلي منيب زياته کړل، چي مرکزي اداري ژمنه کړې، چي دغلته دوچکالۍ په سبب رسيدلي زيانونه جبران او دزراعت ترڅنګ مالدارۍ ته هم خپل پام زيات کړي، چي په دې برخه کښي کوچيان لومړيتوب لري، ترڅو مالداري يې بيرته پياوړې سي.

هغه دغه راز کوچيانوته دروغتيا او پوهني برخه کي هم داړينو خدماتو دچمتو کولو ډاډ څرګند او دبشپړ همکارۍ ژمنه يې وکړل .

خبریال:نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...