دسولي د روان بهیر د پیاوړتیا په موخه دپنجوائي ولسوالۍ په تلوکان کلي کي دسولي غونډه جوړه سوه

دپنج شنبې په ورځ د سولي د ولایتي دفتر مسولینو پنجوايې ولسوالۍ ته سفر کړی وو او هلته یې دتلوکان ، موشان او دوآب دکلو د ولسونو وغوښتل، چي د سولي د روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي او د سولي په راوستلو کي بشپړه همکاري وکړي.

د پنچ شنبې په ورځ د سولي د ولایتي دفتر مسولینو په پنجوايي ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ او ديوشمېر کلو د ګڼ شمېر راټولو سوو قومي مشرانو، متنفذینو، علماوو او مخورو په یوه جوړه سوې غونډه کي برخه واخیستل.

غونډه چي د وسلوالو مخالفینو سولیز ژوند ته د راګرځیدو تر عنوان لاندي جوړه سوې وه، د پېل په خبرو کي ديادي ولسوالۍ يوتن قومي مشر فدا محمد خان دتلوکان ، موشان او دوآب دکلي دخلګو په استازيتوب وویل، چي د يادو کلو ټول ولسونه د سولي د روانو مذاکراتو پوره ملاتړ کوي او په پوره ژمنتیا سره به د سولي راوستلو په برخه کي پوره همکاري وکړي.

د سولي د ولایتي دفتر مسول شیر احمد حقیار د غونډي برخوالو ته وویل، چي زموږ سره باید ولسونه مرسته وکړي، تر څو د سولي روان بهیر پیاوړی کړو او په وړاندي یې پراته خنډونه باید د مذاکراتو او یووالي په مرسته حل کړو.

حقیار وویل، سولیز ژوند ته د راګرځیدو پروسه د پخوا په پرتله ډیره اسانه او ډاډمنه ده او د دولت پر ټولو وسلوالو مخالفینو یې ږغ وکړ، چي د سولي راوستلو په برخه کي خپل وجداني او اماني رسالت ترسره کړي.

د غونډي نورو ویناوالو هر یوه د علماوو په استازیتوب مولوي احسان الله ،قومي مشر معلم صاحب سردارمحمد او  د ځوانانو په استازیتوب منور احمد واحدي  یو په بل پسې وينا وي وکړې دوی وویل، سوله د ټولو افغانانو لومړنۍ غوښتنه او اساسي ضرورت دی اوغوښتنه یې کول، چي د سولي په راوستلو کي باید د ملي یووالي او مذاکراتو څخه کار واخیستل سي.

ددوی په خبره، مومنان پخپل منځ کي سره وروڼه دي او د یو بل د وژلو باید لاس واخلي.

دوی وویل، د سولي د روانو هڅو څخه خوښ او پوره ملاتړ یې کوي او په خبره یې د سولي په راوستلو کي باید د ټولو ممکنه لارو څخه کار واخیستل سي، ترڅو د مذاکراتو له لاري دایمي سولي ته ورسیږو او د خپله اړخه یې په هره برخه کي د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډي په وروستیو کي د برخوالو څخه عمومي نظر پوښتنه ترسره سول او د سولي په وړاندي ټولي پرتې ستونزي، حل لاري او وړاندیزونه یې راټول کړل سول، ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو له لاري سولي ته ورسیږو او همدارنګه ۷ مادیز پریکړه لیک هم واورول سو، چي پکښي د دایمي اوربند او نورو بنستیزو حل لارو غوښتنه سوې وه او د ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتل سوي وه، چي د سولي راوستلو په برخه کي د یاد پریکړه لیک په تطبیق کي پوره همکاري وکړي.

خبریال: سيدستار مهتابي

x

دا هم وګورئ

ولس د مځکو د غصب په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري کوي

د شنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ ګڼ شمېر ولسي مشران په همدې موخه ولایت ...