ارگ: ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندویانو په څېر چلند کوي

راتلونکي افغان حکومت کې طالبانو ته د ونډې ور کولو په هکله د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په ځواب کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وايي، ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندویانو په څېر عمل کوي. شاه حسین مرتضوي وروسته له دې دغه څرګندونې وکړې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په افغانستان کې د طالبانو له ګډون پرته د حکومت جوړول ناممکن وبلل. جواد ظریف وویل، چې طالبان دې د افغانستان د ثبات لپاره په حکومت کې ور ګډ کړل شي خو ډېر واک دې نه ورکول کېږي. شاه حسین مرتضوي بیا وایي، ایران دې تر هر څه وړاندې خپل کورني مسایل حل او د نورو هېوادونو په چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...