کندهار ولايت مقام د ځوانانو دستونزو د اورېدلو په موخه غونډه جوړه کړه

د پنج شنبې په ورځ د ولايت مقام د غونډو په تالار کي دځوانانو دستونزو دحل په موخه يوه لويه غونډه رابلل سوې وه، چي پکښي د کندهار ولايت مقام مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د پوهني، روغتيا او ملي امنيت رئيسانو، د ولايتي شورا غړو، د پنجوايي ولسوال، مدني فعالانو، خبريالانو، ورزش کارانو او ګڼ شمير ځوانانو برخه اخستې وه.

د ځوانانو د ستونزو د اورېدو په غونډه کي پرانيستونکې وينا دولايت مقام مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وکړه او زياته يې کړه، چي ددې غونډي جوړولو څخه يې هدف د ځوانانو دستونزو اورېدل او ورته دحل لار پيداکول دي.

دده په وينا، ځوانان زموږ سره همکاره دي او ولايتي اداره به هم خپله همکاري د ځوانانو څخه ونه سپموي.

نوموړي د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي دخپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودريږي او پوره ملاټر يې وکړي.

په غونډه کي يو شمېر ځوانانو خپلي ستونزي شريکي کړې او د ښار او ولسواليو د ځوانانو ترمنځ د همږغۍ دټيګښت تر څنګ يې په ولسواليو کي د ځوانانو لپاره د سواد زده کړي دمرکزونو، دشپې ليسو پرانيستلو، په دولتي اداروکي ورته د کارکولو زمينې برابرولو، په ولسواليو کي د ځوانانو لپاره دفوټبال او کرکيټ ميدانونو جوړولو غوښتني وکړې، ترڅو په وينايي د ښار او ولسواليو ځوانان په يوډول د ژوندانه د هر ډول اسانتياوو څخه برخمن سي.

په غونډه کي د کندهار دملي امنيت رئيس جنرال برکت الله څمکني وويل، چي ځوانان دټولني د ملا تير دي او ټولنه هم په ځوانانو باندي جوړه ده.

هغه وويل، ځوانان زموږ سره همکاره دي او موږ به هم پوره هڅه وکو، څو د هغوی ستونزي پيدا او د حل په موخه يې ګامونه پورته کړو.

دغه راز د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي د نشه يې توکو د استعام پر ضد ټينګه مبارزه وکړي او هيڅ يو ملګري پرېنږدي، چي نشه يي توکي استعمال کړي.

نوموړي داراز پرځوانانو باندي ږغ وکړ، چي دفساد په وړاندي مبارزه وکړي او په ښارکي ټول ترافيکي قوانين مراعت کړي.

 ددې ترڅنګ د پوهني رئيس ځوانانو ته ډاډ ور کړ، چي د ځوانانو لپاره دنوي تعليمي مرکزونو او بندو ښوونځيو پرانستلو لپاره يې پورته تابيا نيولې ده او ډېره هڅه کوي، چي ځوانان زده کړو ته وهڅوي، څو هغوی ددې خاوري او خلګو لپاره په ښه ډول وروزل سي.

وروسته په غونډه کي د څانګي راډيو مسول اغاشير منار او همکارانو د مرستيال او سر پر ست والي عبدالحنان منيب کارونه و ستايل او هغه ته يې د ښې کاري وړتيا په موخه د سرو زرو ميډال ډالۍ کړ، چي د ورزش کارانو لخوا هم مرستيال والي ته ميډال او د ځو نانو لخوا ورته د اعزازبګړۍ ور په سر سوه.

ديادوني وړده، چي د غونډي په پاي کي يو شمير ورزش کارانو ځوانانو ته بېلابېل ورزشي تمرينات او حرکتونه تر سره سوه.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معروف اوسېدونکو د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب سره وکتل

د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلګو په یاده ولسوالي کي موجوده ستونزي له ...