د غزني امنیه قوماندان غلام داود تره خیل وویل چې افغان ځواکونو د تندر په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
تره خیل وايي: “د عملیاتو له پیل راهیسې په ناوه، گیلان، مقر، اندړ او قرباغ کې کوماندو ځواکونو ۳۰۰ مخالفین وژلي دي. “
ښاغلی تره خیل زیاتوي په پام کې ده چې د ده یک او خواجه عمري ولسوالۍ ډیر ژر حکومتي ادارې له سره بیرته خپل فعالیت پیل کړي، او بل هدف دا دی چې د کابل – کندهار لویې لارې شاوخوا کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې مخکې طالبانو په یو شمیر برخو کې له خلکو پیسې اخیستې.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د مالستان او جاغوري ولسوالۍ چې څو اونۍ مخکې پکې د طالبانو بریدونه زیات وو له مخالفینو پاکې شوې دي، او په پام کې ده چې دغو ولسوالیو کې نږدې ۱۰۰۰ سرتیري ځای پرځای شي.